د احمد شاه ابدالي په ټاټوبي کې د اتلولۍ معيار بدل شوی دی!!

ليکوال: خاکسار

افغانستان لکه څنګه چې ټولې نړۍ ته روښان تاریخ لري، همداسې يې په سيمه کې ځلاندې اسلامي واکمنۍ هم تېرې کړې دي، چې د هغو له جملې څخه د سلطان محمود غزنوي مشهوره واکمني ده چې د هندوستان په ساره او اوږده کې يې د اسلام مبارک دين خپور کړی دی او هلته يې نږدې بودايي دين ته د پای ټکی ايښی دی، همداشان د ګرګين په وړاندې د حاجي ميرويس نيکه پاڅون د تاریخ په زرينو کرښو کې ځای لري، چې د هغه وخت د صفويانو (شيعه) دولت يې نسکور کړی او پر ځای يې په هېواد بلکې به اېران کې هم د عدل او انصاف نظام په پښو درولی، بیا د احمدشاه ابدالي دور راځي چې په شا او خوا سيمو يې تقريباً 26  کاله کمسارې واکمني کړې ده، کله به چې د هند او سند پر مسلمانانو د هندوانو، سکهانو، مرهټيانو او نورو بودايانو لخوا بې درېغه ظلمونه پيل شول نو دې مسلمانانو به احمدشاه ابدالي رح ته فرياد وکړ چې مرسته يې وکړي او د ظالمانو له ظلم څخه يې وژغوري، احمد شاه ابدالي به د اسلامي ورورولۍ په اساس د دوی مرستې ته زرګونه افغان زلمي وروستل، چې په دې توګه د هندوستان (چې د اوسني پاکستان زياتره سيمې هم په کې شاملې وې) مسلمانان له ظلم او ستم څخه خلاص شول او د ارام ساه به يې واخيستله.

خو د بابا له وفات څخه وروسته يې لمسيانو واک ته د رسېدو پر سر واکمني دربدره کړه او په دې توګه يې د وخت لوی جابر برتانيې ته په افغانستان کې په پراخه کچه د لاسوهنې موقع ورکړه، انګرېزانو که څه په افغانستان کې درې جګړې تر سره کړي دي خو په هره يوه کې يې ماتې خوړلې خو بیا هم د خپل وژل شويو عسکرو او بې اندازې زيات مالي تاوان  د غچ په خاطر يې دا يو او واحد ولس پر دوو ټوټو تقسيم کړ چې دا دی يوه نيمه يا يوه بېړۍ وروسته هم له همدې ژور ټپ څخه کړېږي.

هدف دا چې په تېرو کلونو کې که هر يرغلګر په افغانستان باندې يرغلونه کړي دي خو بیا يې په دوی کې د اتلولۍ معيار نه دی بدل کړی، افغانانو ته به هغه څوک اتل ښکارېده چې د هېواد د ازادۍ لپاره تر ټولو ډېره نذرانه ورکړي، نږدې د افغاستان ټولو وګړو به غدار او اتل په سم ډول پېژندل، اتل ته به يې غدار او غدار ته به يې اتل نه وايه، چې ښه مثال يې د انګرېزانو د يرغل پر مهال شاه شجاع چې د انګرېزانو غلام وو، هم پخوا او هم اوس ټول افغانان په يوه خوله ورته غدار او غلام وايي او چې هر څوک يې نوم واوري نو کرکه يې ورڅخه وشي. او په اتلانو کې يې ښه مثالونه وزير محمد اکبرخان، سردارمحمد ايوب خان، ملاله ميوندۍ، محمد جان خان وردګ، امين الله خان لوګري او نور دي، دې اتلانو ته هم هغه وخت او اوس ټول افغانان په يوه خوله اتلان وايي.

خو له بده مرغه او بدبختانه بايد ووايو چې امريکايي يرغل تر ټولو تېرو يرغلونو اوسنی يرغل خطناک دی ځکه چې که په تېرو يرغلونو کې مو ځاني تاوانونه ډېر وو خو بیا د جبرانېدو وو مګر په دې امريکايي يرغل کې مو د هېواد په ځوان نسل کې د اتلولۍ معيار بدل شوی دی، اتل ته غدار او غدار ته اتل وايي، څوک چې د هېواد د ازادۍ لپاره په خپل سر، ځان او مال مبارزه کوي، ستونزې ګالي، سر په تلي کې ګرځوي، هغه ته غدار وايي، خو بالعکس څوک چې په غرب کې رالوی شوی وي، په غرب کې له د دوی له دود دستور سره سم تعليم کړی وي، په غربي لباس ملبس وي، ټول اهل وعيال يې اوس هم په غرب کې اوسېږي هغه ته اتل او د احمد شاه بابا لسمی وايي.

د احمد شاه بابا په ټاټوبي کې اوس که هر څومره غدر وي، خائن وي، د ولسي وګړو وينه زبېښي او نور ډول ډول ظلمونه کوي خو چې صرف د پنجاب پر ضد د خولې يوه دروغجنه نعره پورته کړې نو اتل بلل کېږي، پروا نه کوي که د لسګونو هېوادونو نظامي او رسمي غلامي وي، وي دې خو يوازې د پنجاب پر ضد هسې افوا او د خولې شعار بايد وړاندې کړي، دغه شخص ته نو بيا د هېواد اوسنی ځوان کهول د اتل نوم ورکوي او په مختلفو لقبونو يې ستايي، مګر هغه څوک چې خپله د نيکونو ا تلولي ساتي، د غرب د ټول کفر پر وړاندې لکه سپر درېدلی وي، خوبونو يې پر ځان حرام ګرځولي وي، د هېواد د عامو وګړو د عزت ساتنه په خپل سر کوي، هغه بيا د دوی په نزد غدار او د پنجاب غلام دی.

نو ځوان کهول بايد په دې پوه وي چې پنجاب خو تقريباً اوس اويا کاله کېږي چې جوړ شوی دی، انګرېزانو ته چې افغانانو ماتې ورکړه هغلته خو نه پنجاب وو او نه هم د دوی مرسته، هغلته خو لا پنجابيان په تمه وو چې ګوندې افغانان راشي او د انګرېزانو له ستمونو او ظلمونو مو خلاص کړي، په هغه وخت کې خو پنجابيان په دې تمه وو چې کېدای شي په افغانانو کې کوم بل احمد شاه ابدالي راپيدا شي او د انګرېزانو له تېريو او يرغلونو څخه مو وژغوري.

نو نن بيا څنګه هماغه افغانان اتلان چې د خپلو نيکونو په تګلارو باندې روان دي او د خپلو نيکونو په څېر د خپل هېواد تاريخ جوړوي، د پنجاب مزدوران دي؟ او هغه کسان چې ظاهراً او يوازې په خوله د پنجاب پر ضد شعار ورکوي، خو په معنا کې ښه کلک ورسره جوړ دي، په کوم دليل اتلان دي؟

نو له پورتنيو خبرو څخه پوهېږو چې دلته د خلکو پر خولو د اتلولۍ معيار بدل شوی دی، د پنجاب پر ضد يوازې د خولې شعار خلکو ته اتلولي ښکاري.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close