د اختر جامې / لنډه کیسه

لیکوال : عطا محمد میاخېل

تیارې په سیمه باندې خپل تور څادر وغوړاوه ، سړه هوا لګېدله ، ستورو یو بل ته سترګکونه وهل ، خان میر لا کورته نه و راغلی ، ماشومان یې د ده راتګ ته سترګې په لار ول ، کوچني زوی یې غورځنګ له خپلې مور څخه وپوښتل : پلار مې څه وخت راځي ؟ آیا ماته به د اختر جامې راوړي او که نه ؟
موریې په ځواب کې وویل : اوس به راشي ، تاته به  د اختر جامې هم راوړي ، د مور او زوی تر منځ د پوښتنو او ځوابونو لړۍ لا پای ته نه وه رسېدلې ، چې خان میر له یوې بوجۍ سره د کور انګړ ته راننوت ، د کورنۍ ټول غړي یې په راتګ خوښ شول ، خان میر بوجۍ  د انګړ په چوتره باندې کېښوده او خپلې مېرمنې ته یې وویل : وه ښځې ډېر ستړی شوی یم یوه پیاله چای خو راوړه ، مېرمنې یې  ورته کړه، ښه ده په ترموز کې مې تیار چای دم کړی درته را به یې وړم ، خو تر دې مخکې دا ووایه ، چې ولې دې دومره ناوخته کړه ؟ خان میر د ځواب په ژبه خوله پرانیسته او وې ویل : له دندې چې رخصت شوم مخامخ بازار ته لاړم  د اختر له پاره مې څه وچه مېوه او ماشومانو ته جامې واخیستې ځکه چې سبا اختر دی او د اختر په ورځ ټول دوکانونه بند وي ، نو مجبور وم چې ټوله سودا نن واخلم  ، په دې وخت کې غورځنګ خبره ونیوه او له خپل پلاره یې وپوښتل : پلار جانه ! ماته دې جامې واخیستې او که نه ؟ پلار یې ځواب ورکړ : هو زویه تاته مې ډېرې ښکلې جامې اخیستې دي ، خان میر خپلې مېرمنې ته وویل : وه ښځې ته لاړه شه د غورځنګ جامې راوړه ، چې وې ګوري او زړه یې صبر شي، هغې جامې راوړې ، غورځنګ د جامو په لیدو ډېر خوشال شو خپل څنګ ته یې کېښودې او وې ویل : دا زه چاته نه ورکوم د اختر په ورځ یې اغوندم ، مور یې ورته وویل : دا ستا جامې دي څوک یې نه درنه اخلي اوس یې راکه ، چې په بکس کې یې درته وساتم سبا به یې درکړم  چې وایې غوندې، پلار یې هم په ټینګار ورته وویل ، چې اوس دې جامې خپلې مورته ورکړه ، چې درته وې ساتي ، ځکه چې خیرنېږي ، خو غورځنګ د هیچا خبر نه منله ، خان میر خپلې مېرمنې ته وویل : پرېږده یې ماشوم دی خپلو جامو ته خوشاله دی .
خان میر خپلې مېرمنې ته  بیا وویل : نکریزي مې هم راوړي دي ، د ماشومانو لاسونه پرې سره کړه ، مېرمنې د سمه ده په ژبه سر وخوځاوه ، د غورځنګ مور  نکریزي خیشته کړل او د ټولو ماشومانو لاسونه یې پرې سره کړل ، یو وخت د خان میر سترګې په دېوالي ساعت ولګېدې ، ګوري چې د شپې لس نیمې بجې دي ، خپلې مېرمنې ته یې وویل : شپه تېره ده ، زه هم ستړی یم نور به ویده شو ټول ویده شول ، د شپې یوه بجه ده ، چې د الوتکو بېدرېغه غږونو خان میر له خوبه را پاڅاوه ، ګوري چې یو څو کسانو له بام څخه د دوی انګړ ته ور ټوپ کړ ، خان میر په وارخطا یۍ له کوټې انګړ ته منډې کړې سم چې د کوټې له دروازې ووت له هغې خوا پرې ډزې وشوې او خان میر یې ځای په ځای وواژه ، ښځې یې چیغې کړې وه ظالمانو زما خاوند مو راته وواژه ، په دې وخت کې یو بل امریکایي سر تېری چې د بام پر سر ولاړ و د خان میر په مېرمنې یې د خپل ټوپک شپېلۍ سړه او هغه یې هم ځای په ځای ووژله ، په دې وخت یو امریکایي عسکر د دوی کوټې ننوت له غورځنګ څخه یې د ده د اختر جامې اخیستلې خو غورځنګ کلکې په غېږ کې نیولې وې او په ژړا یې وویل : زما د اختر جامې رانه مه اخلئ  دامې پلار جان راته راوړې دي ، زما د اختر جامې را نه مه اخلئ ، په دې وخت کې یو بل امریکایي عسکر راغی په غورځنګ یې ډزې وکړې او هغه یې هم شهید کړ .  
ژباړن یې دوی ته وویل : تاسو خو ویلې چې په دې کورکې د طالبانو اوالقاعده ستر روزنیز مرکز دی  تاسو خو عام وګړي ووژل ، دا مو څه وکړل او ظالمانو ، یوه امریکایي عسکر د ده د خبرو په ځواب کې وویل : خوله دې پټه که ټول افغانان موږ ته القاعده او طالبان دي ، هریو افغان چې وژل کېږي ، زموږ یو دښمن کمېږي  ، یوه بل امریکایي عسکر پر خپل ملګري ور غږ کړ خبرې ور سره مه اوږده ، اوس به زه دده ژوند ته هم د پای ټکی کېږدم ، په دې سره  یې په خپل ژباړن هم ډزې وکړې او ځای په ځای یې وواژه .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close