د اختر شپه سنګه تیره کړو؟

لیکوال: نسیم وردګ

د الله(جل جلاله) په مونږ باندې ډیر لوي فضل او کرم دی چې مؤمنان یې پیدا کړي یو او بیا یې داسې دوه لوی نعمتونه راکړي چې هغه نعمتونه یې مخکې دینونو ته نه وه ورکړي چې هغه عبارت له دوه اخترو څخه ده (کوچنی اختر او لوی اختر)
اوس دا چې د اخترو شپه سنګه تیره کړو نو راځی چې د احادیثو مبارکو په رڼا کې یې وګورو په احادیثو مبارکو کې د اختر د شپو ډیر فضیلت راغلی رسول الله (صلی الله علیه و سلم) فرمائي (مَنْ قام لیلتی العیدین محتسباً لله لم یمت قلبه یوم یموت القلوب) ابن ماجه حدیث 1782 کوم څوک چې د اخترونو شپې په عبادت تیروي د هغه زړه نه مړ کیګي په هغه ورځ چې د نورو زړونه مړه کیګي. مقصود د دې حدیث څخه دا دی چې د اخترونو په شپو کې عبادت وکړي الله یاد کړي د نیکانو خلکو سره کیني د خپل اهل عیال سره ښه چلند وکړي یعني مینه محبت ورسره وکړي او د حدیث دا خبره چې د ده زړه نه مړ کیګي په هغه ورځ چې د نورو زړونه مړه کیګي محدیثینو د دې مطلب دا ښودلی چې په هغه ورځ چې سخته ویره وي هر انسان به پدې سوچ کې وي چې څه به راسره کیګي زان زاني به وي حساب او کتاب به وي نو دغه د اختر شپه چې چا په عبادت تیره کړي وي الله به یې د خپل رحمت څخه نه لري کوي. یو بل حدیث شریف کې رازي له معاذ بن جبل (رضی الله عنه) څخه روایت ده چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) وفرمایل: چا چې دغه پنځه شپې په عبادت تیرې کړي د هغه لپاره جنت واجب شو (۱)لیلة الترویه دا د ذوالحجه د اتمې(۸) ورځې شپه ده (۲) لیلة العرفات د عرفات شپه (۳) لیلة الفطر د کوچني اختر شپه (۴) لیلة النحر د لوی اختر شپه (۵) لیلة نصف الشعبان د شعبان میاشتې پنځلسمه شپه. دا حدیث شریف په الترغیب والترهیب کې راغلی په باب د فی فضل لیلة العید 373. فقهاء کرام پدغه شپه کې عبادت کول مستحب بولي امام شافعی (رحمه الله) څخه نقل دي چې په پنځو شپو کې عبادت قبلیږي په هغه شپو کې دوه شپې د اخترونو هم دي. او په یو بل حدیث شریف کې د کوچني اختر شپې ته شپه د جائزه هم ویلی شوي (فاذا کانت لیلة الفطر سمیت تلک لیلة لیلة الجائزة) دا چې غونډه میاشت مو روژه ونیوله نو الله(جل جلاله) پدغه شپه خپلو بندګانو ته مغفرت کوي له همدې وجه ورته لیلة الجائزه ویلی شوي اکثره خلک پدغه شپو باندې جشنونه جوړوي سینماګانو او نورو غلطو ځاينو ته ځي په موټرو کې ساز او سرود غګوي ټوله میاشت روژي ونیسي عبادتونه وکړي او بیا پدغې یوه شپه کې هر څه له مینځه ویسي اول خو باید مونږ دغه د اختر شپه ټوله په عبادت تیره کړو که دا نشو کولای نو په یو ټاکلي وخت کې پکې عبادت وکړو که دا هم نشو کولای نو بیا خو باید ماخوستن لمونځ له تکبیرالله سره وکړو او ویده شو او د سهار لمونځ له تکبیرالله سره وکړو الله به د دغې شپې پوره پوره ثواب را کړي خو الله (جل جلاله) د مونږ له دغسې کمزوری څخه وساتي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close