د ارام  خوب الکترونیکي کمپل

لاروی

جاپان چې د انسان د ارام ژوند او اسانتیاو لپاره ېې د کلونو کلونو راپدې خوا هڅې پیل کړي دي او س ېې په نړیواله کچه د الکترونیکي سامانونو جوړولو لومړی مقام خپل کړی دی.

د مخه مو په بې چلوونکی موټر، الوتکې او د سمندر پرسر د سیل کوونکو پل څخه خبرکړئ اوس په جاپان کې د یوې کمپنۍ جوړې کړې کمبلې یاکمپلې  په اړه معلومات درکوو چې د نوې الکترونکي دورې په سیالۍ کې  ېې حیرانوونکې  پرمختګ کړی دی.

په نړیواله کچه د وسلو جوړولو په ځغل کې چې انسانان پرې وژل کیږي او یا د انسانانو د ژوند اسانتیا وې برابروی دوه ډوله هیوادونه شته چې هم دانسان د وژلو او هم د خپلو ګټو په خاطر دانسان د ژوند تیرولو اسباب برابروی .

په انسان وژونکو هیوادونوکې لومړۍ امریکاده چې په ۱۹۴۵میلادی کال کې د اګست په ۱۶مه ېې دورځې په ۸ بجو د جاپان په هیروشیما د ۳۰۰۰متره لوړوالي  څخه اتومې انسان وژونکی  اتوم بمب ګ‌ذار اوتر ۵۰۰۰ زیات جاپانیان ېې ووژل.

په نوي ټکنالوژۍ کې برتانیه هم وړاندې شوې ده چې په ۱۹۵۲میلادي کال د اکتوبرپه ۱۳مه ېې اټومي ازمایښت وکړخو په کوم هیوداېې اتوم نه دی استعمال کړی

فرانسه چې په نوې تکنالوژۍ کې یونوم لري او ترزیاتو هیوادونو پرمختللې الوتکې جوړوی د وسلو په ځغل کې ېې په ۱۹۶۰کې ازمایښتونه کړي دی خو د وسلو جوړولو ترڅنګ فرانسه د سپرلیو د لیږد په الوتکو او د خوراک د لوښو په جوړلو کې خوراشهرت لري.

جاپان چې د ژوند د اسانتیاو په رامنځته کولو سره ېې په نوې ټکنالوژۍ سره هراړخیزپرمختګ کړی دی اوس ېې د خوب یوه کمبل جوړه کړي ده چې پرسرېې را واچوی په ارام خو ب به دې  ویده کړي.

دجاپان لخوا د خوب په نوې جوړه شوې کمبل تریولک زیاتو خلکو ازمیښت وکړ او د کمپنۍ لخوا په لیکلو شوو اسانتیاو کې ټولې اسانتیاپکې لیدل کیږي .

په دې نوې کمپل کې د بریښنا تارونه ځای پرځای شوي دی چې د بټري د چارچ په وسیله کارکوي ، د ژمي په موسم کې کمپل ګرمه او د دوبي په موسم کې یخه وي  .

ددې جاپانۍ  جوړې شوی کمپلې مهم الکترونیکي خواص دادي  چې څومره وخت یو انسان وغواړي هومره وخت به پکې  په ارام  ویده وي او د ورکړل شوي وخت سره سم دیوه زنګ په وهلو سره انسان له خوبه راویښه وي.

چاپانی کمپنۍ دا کمپلې په لومړي ځل د پوځيانو لپاره استعمال کړې او د یو لک کسانو د تجربې وروسته  بازارته  را وويستې چې دنورو کمپلو په نسبت ېې بيه څلورچنده لوړه ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close