د اربکيانو پرضد لاریونوالو د جلال اباد- تورخم لاره تړلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۰)

د ننګرهار ولايت د شنيوارو ولسونو د اربکيانو پر ضد لاريون کړی او د مومندرې ولسوالۍ د ډکې په سيمه کې يې د جلال اباد- تورخم لاره تړلې ده.

لاريون کوونکي وايي، د اچین ولسوالۍ د محلي پوليسو (اربکيانو) مشران بلال پاچا او جلال پاچا ديارلس بې ګناه ولسي خلک وژلي او د عامو خلکو په زورونه کې لاس لري.

دوی وايي، په يادو مشرانو ۲۱۰ قضيې په امنيه قومندانۍ کې درج شوي او حکومت يې پر وړاندې هيڅ اقدام نه دی کړی په وينا يې د محلي پوليسو مشران دې له دندو ګوښه کړای شي.

ویل کېږي، په دغه لاریون کې شاوخوا شپږ زره کسانو ګډون کړی چې د جلال اباد- تورخم لاره يې د هر ډول ترافيکو پر مخ تړلې ده.

یو تن ځايي قومي مشر حاجي حاجي عصمت الله وايي، ( څلور تنو جلال پاچا، بلال پاچا، مېرويس، او جليل پاچا د دوی قومي خلک وژلي، موټرې یې ترې وړي او شخصي زندانونه یې جوړکړي دي.)

نوموړی وايي، دغه کسان په سيمه ييزو پوليسو کې دندې لري او دولتي وسلې ورسره دي زياتوي (د جلال اباد ـ تورخم لاره به تر هغې بنده وي، چې ترڅو دغه کسان نیول شوي نه وي او هم د قانون منګولو ته سپارل شوي نه وي.)

دا لومړی ځل نه دی، چې په ننګرهار کې خلک د اربکيانو د ظلمونو او د هغوی د وژنو له لاسه لاريون کوي بلکې تر دې مخکې د هېواد په نورو سيمو کې هم د سيمه ييزو پوليسو له لوري له خلکو سره ناوړه چلند شوی او هغوی يې پرضد لاريونونه کړي خو دولت يې په اړه هيڅ قانوني اقدام نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close