د اردو عسکره! ولسمشر مو قربانۍ او وينې وپلورلې!!

د اردو عسکره!

تا چې خپلې وينې د وطن ساتنې تر شعار لاندې تويولې او خپل مخالفان دې د پنجاب په نوم نومول، نن خو دې ولسمشر غني دا ټوله قرباني او وينې تر پوښتنې لاندې راوسلتې! له نن نه وروسته به په کوم نوم چنګېږې؟

تا خو د يا وطن يا کفن شعار په ډېر فخر او وياړ سره زمزمه کولو، خپل ځان به دې د دې هېواد اتل بللو، ځان ته به دې د شهيد؟؟؟؟ خطاب کولو، خو نن دې که د ولسمشر وينا اورېدلې وي چې (دا جګړه د امریکا جګړه ده) له دې وروسته څه فکر کوې؟ ځان بيا هم مقدس بولې؟

د اردو عسکره!

تا خو ويل چې غني خپلواک دی او خپلواک افغانستان غواړي، خو نن يې په نړيواله غونډه کې د ټولې نړۍ د سياسيونو پر وړاندې ستاسو ازادي؟؟؟؟ او خپلواکي تر پوښتې لاندې راوستله او ټولې نړۍ ته يې دا ثبوت وړاندې کړ چې ګواکې مونږ دا جګړه د امریکا د اهدافو لپاره پر مخ وړو، نو څه سوچ دې دی؟ له دې وروسته هم تيار يې چې د پردۍ جګړې لپاره خپله مور بوره کړې؟

له دې مخکې به دې چې د يا وطن يا کفن تر کمونستي شعار لاندې هر څه زړه وغوښتل هغه به دې کول، مګر نن دې ولسمشر په نړيوال کنفرانس کې په ډاګه کړه چې دا هر څه د بل لپاره وو او تاسو یوازې د اسبابو او الاتو په څېر وکارول شوئ! څه زړه دې دی؟ له دې بعد به هم هغه څه وکړې کوم چې ولسمشر درته وايي؟

د اردو عسکره!

ته پر خپل ولسمشر نازېدلې چې زمونږ ورکړې قربانۍ؟؟؟؟ به نه ضايع کوي، له هېواد او زمونږ له وينو سره به خيانت نه کوي. خو نن بيا ټولې دنيا ته دا ثابتوي چې مونږ ځانونه د دې لپاره قربانوو تر څو په امريکا کې امنيت وي يعنې د امريکا امنيت ته ګواښ پېښ نه شي. نو اوس خپله قرباني؟؟؟ څنګه ارزوې؟ خپلې دې ډول قربانۍ ته کوم نوم ورکوې؟

د اردو عسکره!

د زړه له درده درته وايم! چې ستا د اتلسو کالو خواري ولسمشر ته هېڅ اهميت او ارزښت نه لري، يوازې او يوازې له غرب او نړيوالو څخه پرې امتياز اخلي.

که ولسمشر ته ستا هغه تکاليف معلوم وای چې ته يې په دې جګړه کې ګالې، نو نن به يې ستا قرباني؟؟؟ د بل لپاره نه بلله، دا سې به يې نه ويل چې زمونږ سرتېري د امریکا لپاره مري.

که ولسمشر له وطن سره رښتينې مينه درلودلی نو اوس به يې زوی او لور هم په خپل هېواد کې پاللي او روزلي وای.

د اردو عسکره!

د يوه مسلمان افغان په صفت مې زړه درباندې سخت درد کوي ځکه چې ستا نوم به هم په تاریخ کې له کمونست نجيب او د هغه له لارويانو سره ليکل کېږي، چې راتلونکي نسلونه به مو په دې ډول حالت باندې سخت افسوس ښکاروي.

د زړه له درده درته وايم چې لږ له هوش او فکر نه کار واخله! نور د امریکا د ګټو لپاره ځان مه وژنه! خپله مور مه بوروه! خپل بچيان مه يتيموه!

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close