د اردو مړه شوي عسکر څنگه راژوندي کېږي؟/ بدرالدین ابدال

بدرالدین ابدال

د گډ حکومت امنیتي ادارې د خپلو مړو شویو عسکرو په اړه تل دروغ وايي او رسنیو ته د خپلو مړو شویو عسکرو شمېر کم ښيي. داسې هم شوي چې ټول کنډک له منځه تللی وي؛ خو دوی یوازې د پنځو تنو مرگ‌ژوبله ومني. په سویلي ولایتونو کې خو کنډکونه، ټولي او قرارگاوې په یوه ورځ له منځه تللي وي، خو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه خپله مرگ‌ژوبله هم پر طالبانو وتپي او له خپلې مرگ‌ژوبلې څخه انکار وکړي.

داسې راپورونه خو نږدې هره ورځ اورو، چې د اردو، پولیسو، اربکیانو او نورو امنیتي ادارو عسکرو جسدونه د جگړې په کرښه کې پاتې وي او حکومت یې حتا مړه جسدونه هم کورنیو ته نه سپاري. یا ټوټه شوي جسدونه څو کورنیو ته سپاري او کورنۍ یې کلونه ـ کلونه ویر کوي، خو وروسته یې خپلوان ژوندي ـ گړندي کورنیو ته راستانه شي. د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون کې داسې جسدونه هم پراته دي، چې کلونه ـ کلونه کېږي مړه شوي، خو کورنۍ یې سرگردانه گرځي او چارواکي یې مړي ورته نه ښيي. یا ورته د سړک غاړې د ماینونو کیسې کوي، چې جسد یې ټوټه ـ ټوټه شو او غوښه یې د راټولولو نه وه.

تېره اوونۍ طلوع نیوز په ننگرهار کې د ملي اردو له هغه مړه شوي عسکر سره خبرې کړې وې، چې دوه کاله وړاندې حکومت مړ کړی و او د پردي جسد ټوټې یې کورنۍ ته ورسپارلې وې. رحیم الله دوه کاله وړاندې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اړوند سیمه کې طالبانو ژوندی بېولی و، خو د تېر لوی اختر په مناسبت د طالبانو د مشر شیخ هبة الله په امر ټول هغه بندي عسکر خوشې شول، چې کلونه ـ کلونه یې د طالبانو په بند کې تېر کړي وو.

رحیم الله د ننگرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او کورنۍ یې د ده مرگ له اوازې سره په ده پسې خیراتونه هم کړي وو او اوونۍ ـ اوونۍ یې فاتحې هم اخیستې وې. خو نوموړی روغ رمټ بېرته خپلې کورنۍ ته راستون شو.

طالبانو د تېر لوی اختر په مناسبت د خپل مشر د فرمان له مخې سلگونه بندي عسکر خوشې کړل؛ خو د داسې نادرې پېښې په اړه یوازې یو راپور څرگند شو. که چېرې رسنۍ د ټولو راخوشې شویو عسکرو په اړه مرکې وکړي؛ نو لرې نه ده چې داسې سلگونه نادرې پېښې وگورو یا واورو. ځکه د هر بندي په اړه به حکومت ورته کار کړی وي او څومره کورنۍ به یې هسې ژړولي وي.

د گډ حکومت د امنیتي ادارو عسکر باید پوه شي، چې دوی حکومت تر هغه وخت ارزښت لري، چې په دوی کې ساه چلېږي او د دوی په گټه جگړه کوي. که چېرته عسکر مړه، ټپیان او یا یې طالبان ژوندي ونیسي، نو قومندانان یې په کیسه کې نه دي او پردي جسدونه یې کورنیو ته وروړي او کله ـ کله خو یې د مرگ او ژوند په اړه کورنیو ته سم معلومات هم نه ورکوي.

نو عسکره وروره! راځه په داسې حکومت کې خپله ځواني مه خرابوه، چې ستا په وینو یې سوداگري روانه کړې او خپل زامن یې په بهر کې ښه ژوند، ښې اسانتیاوې او د ژوند ټول امکانات لري؛ خو تاسې ته درې وخته ډوډۍ په مړه گېډه نه درکول کېږي. نو ښه خبره داده چې له دندې لاس واخلې او د اشرف غني مجبوره کړې، چې خپل زوی د څو ورځو له‌پآره هلمند ته واستوي.

هغه خلک دې دوه کاله ژوندی ساتي، چې له ننگرهاره یې مرگ پسې هلمند ته ورغلی وې. زه په پوره یقین سره وایم، چې د راژوندي شوي عسکر رحیم الله سره به په تېرو دوو کلونو کې هېڅ ډول ظلم، شکنجه او وحشت نه وي شوی، نو اوس ښه خلک څوک شول؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close