د اروپا په سطحه تر ټولو ستر جومات په مسکو کې د عبادت وړ ګرځي

کابل ټکی کام ۰۱میزان/۱۳۹۴

راپور: انصار

د مسکو څخه رسنیو خبر ورکړی دی چې د اروپا په سطحه تر ټولو ستر جومات د بیا رغونې څخه وروسته د لمونځ کوونکو په مخ د عباداتو وړ ګرځي چې په دې پرانستونې غونډه کې به د روسیې اسلامي علماء او مفتیان ګډون وکړي.

د مسکو څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې د دې ستر جومات په پرانستونې غونډه کې د تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، ترکیې، فلسطین او د نورې اسلامي نړۍ علماء او سفیران برخه واخلي.

په مسکو کې د اروپا په سطحه تر ټولو ستر جومات تر دې وخته شل ځلې پراخه شوی، او دا مهال په ۱۹زره متره مربع کې جوړ دی چې په یوه وخت پکې ۱۰زره لمونځ کوونکي لمونځ کولای شي.

په روسیه کې دا ستر جومات نه یوازې د خدای په حضور کې د لمونځ د اداء کولو او عبادت ځای دی بلکې په دې جومات کې د مسلمانانو تر منځ د یووالي او اسلامي کنفرانسونو غونډې هم کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close