د ارګ او تره خیل شخړه؛ د بګرامیو لار تړل شوې او د تره خیل اړوند پمپ نړول شوی

(کابل ټکی کام۱۳۹۷ زمری ۹)

په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې د کابل ولایت استازی او د تره خیلو نماینده ملا تره خیل د نوماندانو له وروستي لیست څخه د خپل نوم د احتمالي ایستلو په غبرګون کې ارګ ته د لویو لارو د تړلو او پراخو اعتراضونو د کولو ګواښ کړی، تازه راپورونه وایي چې د کابل ښاروالۍ د تره خیل اړوند د تیلو.یو پمپ چې تازه د جوړیدو په حال کې و، نړولی.

تره خیل پمپ

راپورونه وایي، کابل ښاروالۍ د ۱۰۱ اسمايي زون په مرسته د په ۷ ناحیه کې د پل شیر دروازې سیمه کې د تیلو یو جوړیدونکی پمپ له دې کبله نړولی چې ګواکې په خپلسرې توګه یې کارونه پیل شوي و.
بل پلو د تره خیل اړوند کسانو د کابل د بګرامي ولسوالۍ د کمري کلي کې د تره خیل اړوند لسګونو کسانو د حکومت لخوا د ځینو کورونو د چپه کېدو په غبرګون کې د بګراميو عمومي سړک د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تره خیل ګواښ کړی، چې که نوم یې د نوماندانو له وروستي نوملړه وایستل شي د کابل -جلال آباد لار او ځینې دولتي ادارې به د دولتي چارواکو پرمخ وتړي.
پر ملا تره خیل د ځمکې د غصبونو او خپلسرو کړنو کې د ښکیلتیا تورونه دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close