د ارګ له خوا بلخ ته ټاکل شوی والي لا هم د ولایت په انتظار شپې سبا کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)

د عطانور پر ځای د ارګ له خوا بلخ ته ټاکل شوی والي انجینیر داوود له دریو میاشتو وروسته لا هم د ولایت تر لاسه کولو په خاطر د انتظار شیبې شميري.
داود وایي؛ لا هم په کابل کې د بلخ د والي په صفت په دولتي غونډو کې شرکت کوي او په دې طمعه دی چې ژر تر ژره به د بلخ د رسمي والي په توګه چارې پیل کړي.
د بلخ فعلي والي چې ارګ یې د لرې کیدلو ادعا لري هغه ګنګوسې هم رد کړې چې ګواکې د ځینو امتيازاتو په بدل کې یې په خپله خوښه محمد اسحاق رهګذر د بلخ د والي په توګه ټاکلی.
نوموړي ویلي؛ تر هغو به خپلې دندې ته دوام ورکوي تر څو چې یې د ارګ له خوا ټولې غوښتنې نه وي منل شوې .
د عطانور ویاند منیر فرهاد رسنیو ته ویلي؛ ترڅو چې ارګ د دوی ۱۲ غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویلی تر هغو به عطا د بلخ د والي په توګه دنده ترسره کوي.
په یادو غوښتنو کې د توافقنامې ترمخه د واک نيمول، د لویې جرګې راغوښتل، په اساسي قانون کې تغیر، انتخاباتي کمیسیونونو کې تغیرات راوستل او ګڼ نور موارد شامل دي.
ارګ تر دې وړاندې هڅه کړې وه چې عطانور د یوې معاملې په ترڅ کې د ولایت پريښودلو ته وهڅوي خو ناکام شو.
ارګ عطانور ته د بلخ د والي او امنیې قوماندان په خپله خوښه د معرفي، د دو وزارتونو ۶ سفارتونو ورسپارل منلي و، چې د بلخ د والي او جمعیت ګوند له لوري رد شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close