د ارګ له خوا د علماوو د بدنامولو ناکامه هڅه.!!
ليکوال: ابوعمر خپلواک
په داسې حال چې د ارګ په ګوډاګۍ اداره کې ددوی په تعلمي، سپورټي او نظامي ادارو کې، په پارلمان کې او په دفاع وزارت کې فحشا زور موندلی، ددوی صوتي کلیفونه، ویډوګانې او عکسونه په نړیوالو او خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ددې شرم د پټولو له پاره دوی هڅه کوي چې علماء هم بدنام کړي.
ګورۍ لکه څنګه چي یوه اونۍ مخکې د لوګر ولایت د یوه مدني فعال موسی محمودي له لوري د لوګر په شپږو ښونځیو کې په شپږ ماشتنۍ څېړنه کې د یاد ولایت په ښونځیو کې تر پنځه سوه د زیاتو تنکیو ماشومانو د جنسي ځورونې موضوع رسنیزه شوه.
د کابل ګوډاګۍ ادارې لومړی یاد مدني فعال څو ورځې ورک کړ، بیا یې په زوره موسی محمودي دې ته مجبور کړ چي یو بل بیان ورکړي چې دا کار یې د شخصي ګټو په خاطر کړی.
بیا یې د یادې موضوع د پټولو له پاره ملي امنیت یو کس د ملا په نامه ونیوه، په زوره يې ترې ویډیو جوړه کړه چې ګواکې دغه ملا له یو هلک سره زوره جنسي تېری کړی او وروسته یې وژلی ده.
په داسې حال کې چې د لوګر د ښونځیو څیړنه نه ملایانو کړې وه او نه طالبانو او نه تر شکجو لاندی اقرار ثبوت او شواهد کېدلی شي.
او بل دا یاد کس چې دوی د ملا په نوم نیولی او بیا په زوره اقرا پرې کوي هغه ملا نه، بلکې په خپله د ملي امنیت کس ده؛ ځکه چې یاد کس په خپلو خبرو کې د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال رازق په وینه قسم خوري؛ نو له دې معلومېږي چې یاد کس د ملي امنیت کس یا د جنرال رازق پخوانی ملګری پاته شوی دی؛ ځکه چې هغه قاتل او د امریکایانو مزدور رازق ورته دومره ګران دی چې دده په وینه قسم خوري.
نو امریکا او ګوډاګیان دې په دې پوه شي چې الله تعالی علماوو ته کوم عزت ورکړی، هغه عزت هی څوک نه شي ترې اخیستلای، اوس خو به د علماوو خلاف پنځوس ملکونه راجمع شوي وي، چې ټوله نړۍ هم راجمع شي علماء نه شي بدنامولی.
کفري نړۍ او ګوډګیان ددې پر ځای چې علماء بدنام کړي، لومړی دې په خپلو ادارو کې فحشا بنده کړې چي هره ورځ د نړۍ ټولې رسنۍ د دوی په جنسي ځورونو غږېږي.
او ګوډاګیان دې دغه آیت هم ولولي”وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ” چې عزت او ذلت ورکوونکی يواځې او يواځې الله ﷻ دی.