د ارګ په غوښتنه دوستم له ترکیې او پلویان یې له شماله کابل ته را روان دي

سرچینې وایي، ارګ حکم کړی چې امنیتي ځواکونه باید د دوستم پلوي وسلوالو ته باید کوم سرخوږی جوړ نه کړي او هغوی ته اجازه ورکړي ، څو هوایي ډګر ته هم له خپلو ټولو تجهیزاتو سره یوځای ننوځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۹)

د ارګ نږدې سرچینو رسنیو ته منلې چې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم به د یک شنبې پر ورځ د کابل هوایي ډګر کې ښکته شي .
د جنبش ګوند مرستیال او د ولسي جرګې غړي عبدالله قرلق رسنیو ته ددې خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې، د دوستم او ارګ ترمنځ ټولې خبرې نهایي شوې او په راتلونکو دو ورځو کې به نوموړی کابل ته ستون شي.
د جنبش ګوند غړي او د دوستم نږدې کسان وایي، ارګ د دوستم راتګ ته په لوړه کچه تیاری نیولی او ښایي نوموړی په ځانګړو مراسمو استقبال شي.
په ورته وخت کې د دوستم سلګونه پلویان له خپلو اسلحو او تجهیزاتو سره یوځای د هیواد له شمالي ولایاتو څخه پلازمینې کابل ته پر لاره دي.

د دوستم پلویان

سرچینې وایي، ارګ حکم کړی چې امنیتي ځواکونه باید د دوستم پلوي وسلوالو ته باید کوم سرخوږی جوړ نه کړي او هغوی ته اجازه ورکړي ، څو هوایي ډګر ته هم له خپلو ټولو تجهیزاتو سره یوځای ننوځي.
سرچینې دغه راز وایي چې د دوستم د ملیشو مشر جنرال نظام قیصاري هم له بنده خوشې شوی او د دوستم اړوند یوه کور ته لیږدول شوی دی .

دوستم چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشجي سره پر جنسي تیري تورن و، له تیر یوکال راهیسې په ترکیه کې د تبعید شپې او ورځې تیرولې.
هغه دوه ځله هیواد ته د راتګ هڅه وکړه خو الوتکه یې د ارګ په غوښتنه د ناټو ځواکونو له خوا ناستې ته پرې نه ښودل شوه.
ارګ په دې وروستیو کې د دوستم د راخپلولو بې دریغه هڅې پیل کړې او دا ځل یې د سرور دانش په مشرۍ ترکیې ته استولي پلاوي پوره درۍ اونۍ خواري وکړه، څو دوستم دې ته وهڅوي چې کابل ته بیرته ور وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جنرال دوستم پلویانو پراخ لاریونونه وکړل، د دو ولایتونو والیان یې وشړل، دولتي ودانۍ یې تر کنترول لاندې راوستې، د اقنیې او حیرتان بندر په ګډون یې ګڼې ترانزیټي لارې وتړلې او د ارګ د دروازو د بندولو او پر کابل د بریښنا د پرچاویدو ګواښ یې وکړ، خو ارګ ، ولسي جرګې، امریکایي سفارت، مدني ټولنو او نورو بنسټونو د دې ټولو خپلسریو پر وړاندې هیڅ کوم غبرګون ونه ښووده.

لاریوانوالو د دوستم راتګ او د قیصاري خوشې کول له عمده غوښتنو وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close