د ازبکستان پوله ساتونکو د تاجکستان پر پوله ساتونکو ډزې کړي دي

کابل ټکی کام۲۶میزان/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر 
د ځینو سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې چې د تاجکستان د پنجکنت ښار چارواکي وايي، د ازبکستان سرحدي ځواکونو د دوی پر ۵ تنو تاجکیانو ډزې کړي دي، چې ۲تنه یې وژل شوي او ۳تنه نور زخمیان دي.
رسنیو په راپور کې لیکلي دي چې دغه پېښه د ازبکستان او تاجکستان د پولې تر منځ را منځته شوه، او تر دې دمه د دې مالومات نشته چې ازبکي پوله ساتونکو ولې پر تاجکي پوله ساتونکو ډزې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې ازبکستان او تاجکستان ۱۴۰۰کیلو مټره ګډه پوله لري، چې یواځې ۸۰ سلنه یې په نښه شوې ده، چې دواړه هېوادونه له یو بل سره د سیمو پر سره اختلافات هم شته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close