د اسامه بن لادن جاسوسي کوونکی له یوه زندانه بل ته ولېږدول شو

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د اسامه بن لادن په اړه امریکايي استخباراتو ته معلومات ورکوونکی پاکستانی وګړی، شکیل افریدی، د پاکستان د راولپینډۍ ښار له اډیاله زندانه د ساهیوال ښار زندان ته ولېږدول شو.

د پاکستانۍ ایکسپریس نیوز رسنۍ په خبره، شکېل افریدي د ”امنیتي دلایلو“ له امله ساهیوال زندان ته لېږدول شوی او د لېږدولو پر مهال یې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو. پاکستانۍ رسنیو د ”امنیتي دلایلو“ په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

پاکستاني ډاکټر شکیل افریدي په ۲۰۱۱ز کال کې، د اسامه بن لادن د استوګنځای معلومات د امریکا استخباراتو ته ورکړي وو. د شکېل افریدي د معلوماتو په مټ امریکایان وتوانېدل چې اسامه پیدا او د نوموړي پر استوګنځای په عملیاتو ترسره کولو سره اسامه بن لادن ووژني.

پاکستانی ډاکټر شکیل افریدي
پاکستانی ډاکټر شکیل افریدي

آفریدی د اسامه د وژل کېدو تر عملیاتو څه موده وروسته د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري له سي آی اې سره د همکارۍ او د اسامه بن لادن د جاسوسۍ په تور ونیول شو، او وروسته محکمې په ۳۳ کلن بند محکوم کړ.

شکیل آفریدی لومړی په پېښور کې بندي و، خو هلته هم د ”امنیتي ستونزو“ له امله د راولپینډۍ اډیاله زندان ته لېږدول شوی و.

د یادونې وړ ده، شکیل افریدي په جعلي توګه ځان د واکسین ورکولو پروګرام یو کارکوونکی ښوده، او په همدې توګه د اسامه بن لادن په پیدا کولو او سي آی اې ته د نوموړي پر ورښودلو بریالی شو.

د ډاکټر شکیل افریدي د بندي کېدلو پر سر له زیاتې مودې راهیسې د امریکا او پاکستان ناندرۍ روانې دي. امریکا وايي چې د شکیل افریدي نیول له ”تروریزم سره په مبارزه کې“ د پاکستان زړه بدوالی ښيي. پاکستان بیا وايي چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو د عملیاتو په اړه پاکستان ته د مخکیني خبرداري نه ورکول د دې هېواد ”پر خپلواکۍ تېری“ و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close