د استسقا تر لمونځونو وروسته،په ګڼ شمیر ولایاتو کې بارانونه پیل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۰)

وروسته تر هغه چې د هیواد په یو شمیر ولایاتو کې خلک د طالب مشر په غوښتنه د استسقاء لمونځونو ته راووتل، د بارانونو لړۍ پیل شوې.

د هوا پېژندنې ادارې تیره ورځ خبر ورکړ چې احتمال لري د هېواد په شاوخوا ۱۵ ولایتونو کې نسبتاً شدیدې واورې او بارانونه وشي، چې له امله یې د پراخو سیلابونو د راوتلو خبرداری هم ورکړل شوی.

په داسې حال کې چې پر هیواد د سختې وچکالۍ څپې خپرې شوې او د اوبو سطحه په بې مخینې توګه ښکته تللې، تازه خبرونه وایي چې تیره ورځ او نن د پلازمینې کابل په ګډون په ګڼ شمیر ولایاتو کې بارانونه پیل شوي دي
دغه راز په بامیانو او یو شمیر نورو ولایتونو کې د واورو اورښتونه هم جریان لري

کابل باران
بامیان واوره
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close