د استشهاد له تصوره يوه ادبي ټوټه

لیکونکی: حمزه

د ملګرو یادونو مې د تصور په دنيا کې کله چېرته او کله چېرته له ځان سره وړلم، کله خو  به مې له ځان سره وخندل او کله به مې بیا سترګي له اوښکو ډکې سوې .

څه خواږه ملګري ول، ای کاش! هغوئ به اوس چېرې وي؟!

په همدي کې وم چې ناببره مې په یوه پرې سوې په وینو سره لاس سترګي ولګېدلې، سترګي مې پټي کړې، اخ دا به د چا د نازک بدن ټوټه وي؟ تازه تازه ترې د وینو څاڅکي لاندې په ځمکه تویېدل؛ غوښتل مې چې دا منظر نور ونه وینم، زړه مې درزا کوله، مخکې مې حرکت و کړ چې د شاه لخوا راپسي یو اواز وشو: ای چېرته ولاړې؟! ولې داسې بې سلامه او کلامه تېر سوې! شا ته مې وکتل هېڅ هم نه ښکارېدل، د زړه درزا مې نوره هم زیاته شوه، بیا راباندې ږغ وسو: مه بېرېږه! زه خو ستا خوږ اوزړه ته درنېردې ملګري یم! چې ښه ورته ځیر شوم کتل مې چې د هماغه لاس له طرفه راسره خبرې کېږي، ورنېږدي شوم، په رېږدېدلي اواز مې ورته وویل: ته انسان يي که پېری؟ او زما بيا څنګه ملګرې يې؟!

هغه په ځواب کي راته وويل: زه خو هغه ستا د استشهاد د صف ملګری یم، خپل رب ته مې خپل سر نذرانه کړ، نور مې ټول بدن د بارودو په لمبو کي وسو، همدا یو لاس مې پاته دي، صديقي یم!

لاس مې راپورته کړ، ښکل مې کړ، اخ ! ته صدیقي يي؟!

هو، صديقي يم، خو دا راته وايه چې هغه زما په مورکي به دې حال نه وي شوی چې زما له شهادته وروسته خو به ډېره غمجنه نه وي؟ زه خو ډېر زیات ورباندې ګران وم، تل به يې ویل چې ستا واده زما لوی ارمان دی، خو هغه همداسې ارمانجنه پاته شوه. وړې خورکۍ به مې هم تل راته ویل: معلم لالا  ته ولې ډېر وخت له موږ ليرې وې؟ د پلار جان د میني لاس خو مو پر سر نشته، مورکۍ دې هر وخت یادوي! هره ورځ دې انتظار کوي چې نن به راشي او سبا به راشې!

له ځانه سره چوپ شوم، له سترګو مې اوښکي راغلې، څه به مې ویلي وای؟! چوپ پاته شوم. ده رازیاته کړه: ګوره په ملګرو به مې ډېر زیات سلامونه وايې، او دا ورته وایه چې له خپل رب سره رښتیني رابطه جوړه کړي. زموږ آرمانونه خپل ارمانونه وګڼي، او پام  کوئ چې په خواهشاتو کې راګیر نشي! نور دې نو په مخه ښه!

مات زړه روان شوم، څو قدمه مې لانه وه اخیستي چې د بدن د غوښو یوه بله ټوټه مې تر سترګو شوه چې په بارودو سوې سوې وه. بس د غمونو په بازار ورګډ شوی وم، د همدې وړې ټوټې غوښي نه د الله الله اواز راوت، ورنږدې شوم، زړه مې غټ کړ، خوله مې راټوله کړه او  پوښتنه مې ترې وکړه: ای په وینو رنګ په اور سوځلې ټوټي! ته د کوم شیرین بدن ټوټه يې؟

د وړې ټوټې له غوښي  یوه د مشکو خوشبويي راتلله، په ټیټ اواز ترې یو ښکلی اواز را ووت: زه هم ستاسې له څنګه تللی ستاسو د استشهاد د صف ملګري زبیر یم!

د زبیرجان د نوم په اورېدو مې بی اختیاره یوه لویه کړیکه له خولې ووتله، د ده هغه نازک بدن او مسکۍ خوله مې سترګو ته ودرېده. ورنږدي شوم، هغه په خاورو سپېره په بارودو سوې ټوټه مې راواخسیته، له خاورو مې پاکه کړه، راته يی وویل: ته مه خپه کېږه! زه خوشحاله یم چې ګوندي رب به رانه پرې راضي شوی وي.

خو وایه د پاته ملګرو څه حال دی؟ هغه زموږ درپاته مرکزونه په څه حال کې دي؟ هماغسې له ځوانانو ډک دي که خالي پراته دي؟ دا څوخبرې ملګرو ته درسره یوسه، ورته وایه چې پخپل منځ کې په اخلاص، مینه او محبت وخت تېروي، او د دې صف به خاص خیال ساتي، خدای مکړه چې بې قدري یې درنه ونشي، دعاګانې راته زیاتې کوئ، ان شاء الله موږ به ستاسې د راتګ انتظار کوو.

ډېره له غمه ډکه شیبه وه، غمجن زړه روان شوم، سوچونو مې د ژوند لوری رانه ورک کړی وو، په دې دومره لویه دنیا کي راته د قرار ځای نه معلومېده، همداسې روان وم  په یوه هدیره ورغلم، څو تازه قبرونه جوړشوي وو، د هديرې له نورو قبرونوسره يې جلا فرق وو، د پردېسي نښې ورباندې له ورایه ښکارېدې. د هر قبر پر شناخته جلا جلا په سپین خط لیکل شوي وو: (شهيد فدايي عمیر)، (شهيد فدایي حامد)، (شهيد فدايي محمود)، (شهيد فدايي احمد) او (شهيد فدايي عاکف). د (شیخ عمیر) قبر ته چې ودرېدم نو لاس مې رب ته لپه کړ: پروردګاره موږ د دغو تللو ملګرو له وینو سره له خيانته وساته! په ورځ د حشر مو ستا په حضور کي له دوئ سره په سپین مخ مخامخ کړه! پروردګاره! د دوئ شهادتونه قبول کړه! خپله رضا ور نصیب کړه!  په همدې کې ووم چې قبر يې د حال په ژبه راته داسې وویل: ګوره! راته غوږ سه! زما په سینه کې یو پردېس مسافر طالب پروت دی، خپله سینه يې قران ته سپرکړه، ځان يې د الله له دینه قربان کړ، په پردي وطن کې يې د اسلام په دښمنانو خپله ښایسته ځواني خزان کړه، نه يي په جنازه کی وروڼو شرکت وکړ، نه يې خوږي مورکۍ آخري دېدن وکړ. اخ! د مور جانې به يې اوس څومره ارمان وي، خو یوازینۍ هیله یې داده چې پاته ملګري يې د بورې مور زخمې زړه ته ټکور شي، د یتیم اوښکي يې ورپاکي کړي، او د مظلومو مسلمانانو ننګه وکړي. د تصور له دنيا چې بېرته راووتم نو د خپل صف ورونو ته مې دا غوښتنه پر ژبه راغله:

راځئ چې لږ فکر وکړو چې هغه خواږه او راڅخه جلا سوي ملګري مو په څه باندې قربان سول؟  راځئ چې هېڅکله یې هېر نه کړو. دعاګاني ورته وکړو، راپاته صف يې په اتفاق، مینه او ورورګلوۍ سره د امانت په څېر وساتو، کورنیو ته يې ورشو تر څو یی د خپل شهېد زوی او ورور غم ورڅخه سپک شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close