د استعفاوو له حکومته د ولس نااميدي

سرليکنه

په نړۍ کې ډېر نظامونه او حکومتونه شته چې په بشپړ يووالي حکومتولي سر ته نه شي رسولاى، اپوزيسيون (مخالف)، پلويان او نيمه پلويان لري. خو ټول هېوادونه د خپل نظام لپاره يو قانون او اصول لري، چې د هغې په چوکاټ کې خپله حکومتولي، که هر څومره له ستونزو ډکه وي، سر ته رسوي، او له استعفاګانو سره سره دوام لري.

تېر تاريخ ته په کتو سره، په امريکا کې نه دومره د مخالفتونو ډک حکومت رامنځ ته شوی ؤ او نه په کوم حکومت کې دومره استعفاګانې شوې لکه د امريکا په موجوده حکومت کې چې وشوې. همدا ډول، په افغانستان کې د امريکا په لاس جوړ حکومت هم له يوه سخت او خطرناک برخليک سره مخ دی، چې د افغانستان په تاريخ کې هم په يوه حکومت کې دومره استعفاګانې نه وې شوې.

په لنډ وخت کې، په نوې ډېلي کې د افغان سفير ابدالي، بيا حنيف اتمر، سادات نادري او حکمت خليل کرزي استعفاوې وکړې. يوازې همدا څلور تنه نه دي چې له موجوده حکومت سره یې د اختلافاتو له امله استعفاوې وکړې، بلکې په لوړو پوستونو کې هم د اشرف غني د فکر خلاف د لوړې کچې مخالفين شته، چې د وخت په تېرېدو به یې مخالفتونه راڅرګند کړل شي.

له بلې خوا، د موجوده حکومت د لوړپوړو چارواکو وژل کېدل دي چې ولس یې تر استعفاګانو زيات نااميده کړی دى. هغه حکومت او دفاع وزارت چې د خپل حکومت د ساتنې غومبر وهي، پايله یې دا شوه چې نه یې جبار قهرمان په قهرمانۍ کې پاتې نه شو، او نه یې جنرال رازق.

افغان ولس له موجوده حکومته، چې تراوسه پورې په افغانستان کې دومره بې واکه حکومت نه ؤ تېر شوی، دمخه هم نااميده ؤ، اما د حنيف اتمر او نورو چارواکو استعفاګانو نور هم پسې ناامیده کړل.

په کورنیو او يو شمېر بهرنيو رسنيو کې به تبليغ کېده چې راتلونکي پارلمان ته به نوې له اداري فساده پاکې څېرې لار کوي. په همدې موخه یې ولس ته د بايومیټرک آلې هم لرې-برې کړې چې رڼې ټاکنې به ترسره کيږي. خو ولس له پخوا په دې پوه دی چې راڼه انتخابات په خپلواکۍ کې ترسره کيږي، نه د ۳۹ هېوادونو د پوځونو او ١٣٨ بهرنيو مشاورينو او څارونکو تر سيوري لاندې.

هغه نااميدي چې ولس له موجوده حکومت څخه دمخه درلوده په استعفاګانو او حکومت ته د لوړې کچې اشخاصو په مرګونو نوره هم زياته شوه. کېدای شي د وخت په تېرېدو سره له حکومته د ولس نااميدي نوره هم پسې زياته شي.

په افغانستان کې د امريکا په يرغل سره جګړه له يوې ورځې بلې ته زور اخلي، مرګونه او ژوبلې به رامنځته کيږي، خو د حنيف اتمر او حکمت خليل کرزي په  څېر له لوړو پوستونو استعفاګانو ولس په دې نااميده کړی چې وروسته له دې به موجوده حکومت ته د حکومتولۍ هيڅ څوک پاتې نه شي او له ناڅرګند برخليک سره مخ ولس به نور هم پسې نااميده شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close