د اسدالله شريفي پلويانو د کابل- مزار لاره تړلې، پر کابل د برېښنا پرې کولو ګواښ کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۳)

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي اسدالله شريفي پلويانو د دغه ولايت په خلم ولسوالۍ کې لاريون کړی او د کابل- مزارشريف لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

دوی د ټاکنو له نوملړه د شريفي د نوم ايستلو په غبرګون کې دغه لاريون پيل کړی او ګواښ يې وکړ که حکومت يې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي د کابل او بلخ برېښنا به پرې کړي.

په ورته وخت کې اسدالله شريفي وايي، له نوملړه د ايستل شويو کسانو د دوسيو څېړلو لپاره دې کمېسيون وټاکل شي او نيوکه کوي چې دی د اجرائیه رئيس په امر له نوملړه ايستل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې هم له دغه نوملړه د ايستل شويو ملاتره خيل او ضياءالحق امرخيل کسانو لاريون وکړ، د ټاکنو کمېسیون د دفتر تړلو تر څنګ يې خيمې ووهلې.

د ټاکنو شکاياتو کمېسيون د ولسي جرګې د احتمالي کانديدانو له نوملړه پنځه دېرش تنه ايستلي دي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون تېر ماښام د ولسي جرګې د کانديدانو وروستي فهرست اعلان کړ چې له غزني پرته د ټولو ولايتونو استازو نومونه پکې شته.

د ټاکنو کمېسيون رئیس ګلاجان عبدالبديع صياد تېره ورځ پر روانو اعتراضونو او د کمېسیون پر دفتر تړلو اندېښنه وښوده زياته يې کړه هرڅوک کولی شي د قانون په چوکاټ کې اعتراض وکړي خو د کمېسيون د ټاکنو پر وړاندې خنډونه رامنځته کول، د دغه کمېسيون دروازې تړل به د ټاکنو بهير له ځنډ سره مخ کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close