د اسد رژیم زمونږ پر لور له 40 کلونو راهیسې یوه مرمۍ هم نده ویشتې

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا خپل دريځ په څرګنده ښکاره کړ چې په سوریه کې بشار الأسد ته د ګواښ کولو هیڅ اراده نلري ځکه چې سوریې له څلویښتو کلونو راهیسې آن په نیول شي جولان کې هم تر اوسه یوه مرمۍ هم د اسرائیلو پر لور نده فیر کړې، دا یې په ښکاره وویل چې دوی ته اوس مهم کار د سوریې له خاورې نه د ایراني ځواکونو ویستل دی.
اسرائیلي هارتس ورځپاڼې د نتنیاهو هغه وینا نقل کړې چې ژورنالستانو ته یې د موسکو نه د بیرته تللو پر مهال کړې چې: مونږ د اسد له رژیم سره هیڅ ډول مشکل نه لرو، له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د جولان په څوکو کې تر ننه یاد رژیم یوه مرمۍ هم پر اسرائیلیانو نده ویشتې.
نتنیاهو وویل چې اسرائیل د اسد سره هیڅ ډول مخالفت نلري که پر ټوله سوریه حاکم هم شي او د رژیم ځواکونه یې پوره واکمن هم شي، خو د اړتیا پر مهال به حتما اقدام کوي لکه څنګه چې یې پخوا د خپلو پولو د ساتنو په موخه اقدامات کړي. خو په سوریه کې د نه لاسوهنې سیاست یې لا هم ټینګ دی، خو هغه څه چې اسرائیل په اندیښنه کې اچوي هغه په سوریه کې د اسلامي تنظیم دولت ( داعش)، د لبنان حزب الله او د ایران موجودیت دی.
نتنیاهو زیاته کړه چې د جولان له پولو نه تر اوسه ایران په پوره توګه ندی وتلی، یواځې یو څو کیلومتره شاتګ یې کړی، او اسرائیل په مکمل ډول د ایراني ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي، هغه ټینګار وکړ چې د امریکا د متحده ایالتونو سره به په ټینګه خپلې هماهنګي ته دوام ورکړي.
دا خبر وروسته له هغې خپور شو چې یو اسرائیلي مسؤل چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي وو چې : نتنیاهو، پوتین ته په مسکو کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې: مونږ به هیڅکله هم د اسد رژیم پر ضد اقدام ونکړو، یواځې تاسې د ایرانیانو په ویستلو کې خپل رول ولوبوئ.
یاد مسؤل زیاته کړې چې روسیې اوس عملا په سوریه کې د جولان له پولو نه د ایراني ځواکونو په ویستلو کار پیل کړی، او ورته یې ویلي دی چې له پولو نه دې 80 کیلو متره لرې واوسي، خو اسرائیل بیا هم ټینګار کوي چې ایراني ځواکونه دې په کامل ډول ووځي.
اسرائیلي غاصب فوځ نن اعلان وکړ چې جنګي الوتکو یې په سوریه کې درې نظامي سیمې بمبار کړی او دا بمباري یې د سوریې د بې پیلوټه هغې الوتکې په عکس العمل کې کړي چې د سوریې له فضا څخه اسرائیلي فضا ته ننوتي وه چې اسرائیلو په دې هکله نیوکه هم کړی وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close