د اسرائيلو د تیلو په یوه ذخیره کې اور لګیدلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۵) زرغون خوږیاڼی

د اسرائیلو په حیفا ښار کې له سهار راهیسې دتیلو په یوې لویې ذخیرې کې اورلګیدلی دی، لومړی اور دتیلو په یوه ټانکر کې لګیدلی چې وروسته ټولې ذخیرې ترې اور اخیستی دی.

د اسرائیلو خبري اژانسونو ویلي، چې سیمې ته په بیړنۍ توګه د اور وژنې عملې رسیدلي دي.

د حیفا د چاپیریال ساتنې مشر Kiryat Motzkin له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د کورونوکړکۍ او دروازې وتړي، د نوموړي په وینا که اور کورونو ته نږدې شي نو ټول وتښتئ.

ځايي پولیسو ویلي، چې تر اوسه ددې خطره نشته چې اور به ځنګل ته ورسیږي او یا به مرګ ژوبله له ځانه سره ولري.

اور لومړی په یوه ټانکر کې لګیدلی چې ۱۲۰۰متره مکعب تیلو کې یې یواځې ۱۰سلنه تیل پکې پاتې چې اور یی واخیست.

سیمې ته د اور وژنې ۴۰ ډلې رسیدلي دي او دغلته په اور د قابو موندلو کوښښ کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close