د اسرائيلو لخوا پر اذان د بندیز په غبرګون کې، د هر فلسطيني له کوره د اذان انګازې خپرې شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۹) الماس خدرخیل

د فلسطين مسلمانانو تېر ماښام د لمانځه پر مهال هر يو د خپلو کور له بام څخه د اذانونو ازانګې خپرې کړې او هر فلسطيني له خپل کوره د ماښام اذان په لوړ غږ سره وکړ.

د راپورونو له مخې تېره یکشنبه د نومبر پر 13 مه اسرايیلي پارلمان داپرېکړه تصویب کړه، چې په مسجد اقصی او د اشغال شوي فلسطین په نورو مساجدو کي په لاوډ سپېکر کي آذان په مطلق ډول بند دی ، که چا آذان په لوړ اواز وکړ نو هغه به له دې هېواده ویستل کیږي.

ویل کېږي ياده مسوده به په راتلونکو څو ورځو کې په ولسي جرګه کې رايې اچونې ته وړاندې شي.

که څه هم په نړۍ کې ډيری مسلمانانو او يو شمير نړيوالو سازمانونو د دې مسودې په اړه سخت غبرګون ښودلی، بل پلو د فلسطين مسلمانانو تېر ماښام د لمانځه پرمهال هر يو د خپلو کورونو له بامونو د اذانونو ازانګې خپرې کړې او هر فلسطيني له خپل کوره د ماښام اذان په لوړ غږ لوستلو سره پیل کړ.

ځايي مسلمانانو د اسراييلي دولت د پرېکړې په غبرګون اسراييلو ته څرګنده کړه، چې هڅکله به هم د اذان انګازې بندې نه کړي.

د ولسي جرګې يو تن عرب غړی احمد الطيب رسنيو ته ويلي، چې د اسراييلو د ولسي جرګې يو شمير غړو په ګډون د دغه هېواد لومړی وزير نتنياهو هم په یاده پرېکړه ټينګار کوي تر څو د رايې اچونې په موخه ولسي جرګې ته وړاندې شي.

بايد وویل شي، چې څو ورځې د مخه د اسراييلو د جرګې يو تن عرب غړي د اسراييلو د بنديز په غبرګون د ياد پارلمان په عمومي جلسه کې په لوړ غږ تر اخره پورې اذان وکړو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close