د اسرائيلو محکمې يوې فلسطينۍ میرمنې ته د ۱۵ کاله بند سزا واوروله

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲) الماس خدرخیل

د اسرائيلو محکمې یوه فلسطینۍ میرمن په ۱۵ کاله بند محکومه کړې ده.

د فسلطيني ځوانانو يوې ټولنې ويلي، چې د اسرائيلو يوې نظامي محکمې يوې فلسطينۍ ښځې ته  ۱۵ کاله د بند سزا په دې خاطر ورکړې چې په نوموړې تور و، چې په رام الله سيمه کې يې اسرائيلي عسکر په چاقو وهلي دي.

نوموړې ښځه چې ۲۲ کاله عمر لري، د روان کال په د جون مياشتې په ۲۶ نېټه د اسرائيلي پوليسو له خوا داسې مهال ونيول شوه، چې اسرايلي عسکرو دعوه کوله چې د دوی يو عسکر يې په چاقو وهلی او يو بل يې په چاقو سره زخمي کړی هم دی.

د اسرايلو له خوا په  قبضه شوي فلسطيني مسلمانانو له ډېرې مودې راپديخوا رنګارنګ ظلمونه او وحشتونه ترسره کېږي، چې په دې وروستيو کې يې يو څوارلس کلن فلسطيني ماشوم احمد ته هم د ۱۲ کاله بند سزا په دې خاطر واوروله چې يو اسرايلي عسکر يې په چاقو سره وهلی و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close