د اسرائيلي عسکرو په ډزو دوه فلسطيني لاريونوال وژل شوي، سلګونه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۹) د فلسطيني رسنيو د راپورونو له مخې، اسرائيلي عسکرو په فلسطيني لاريونوالو ډزې کړي چې له کبله يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

فلسطيني لاريونوالو پرون د جمعې له لمانځه وروسته د غزې په سيمه کې د اسراييلي نيواکګرو پر ضد لاريون پیل کړ چې د اسراييلي عسکرو له خوا پرې ګازي مرمۍ وکارول شوې او پر هغوی يې ډزې وکړې.

د فلسطين د روغتيا وزارت يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، د اسرائيلي عسکرو  په ډزو دوه فلسطينيان چې يو څوارلس کلن ماشوم او بل څلورويشت کلن ځوان دی وژل شوي او ۴۱۵ تنه نور ټپيان دي.

د مسئولینو په وينا، په ټپيانو کې يوولس کوچنيان دي زياتوي چې د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دی.

فلسطيني چارواکي وايي، د تېرې مارچ مياشتې راهيسې تر دې دمه د اسرائيلو په ډزو يوسل پنځه دېرش فلسطينيان وژل شوي دي.

په غزه او د فلسطين په نورو سيمو کې وروسته له هغې لاریونونو زور واخيست چې د امريکا ولسمشر ټرمپ بیت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه په رسميت وپېژنده او هلته يې خپل سفارت ولېږدوه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close