د اسرائیلو تر تعرض او د فلسطینیانو تر مقاومت وروسته نن په غزه کې وضعیت آرام و

د فلسطین د اسلامي مقاومت خوځښت ( حماس) ډلې ویلي چې تېره شپه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو له هغه تعرض وروسته چې په پایله کې یې 4 فلسطینیان شهیدان او یو اسرائیلی سرتېری وواژل شو اوس اوربند ټینګ شوی او وضعیت آرام دی.

د حماس ویاند، فوزی برهوم، وویل چې د مصر او نورو نړیوالو په هڅو اوربند منځته راغلی او د یهودي غاصب دولت او فلسطیني مقاومت ډلو تر منځ وضعیت بیرته پخواني حالت ته راګرځېدلی، چې اوس د هیڅ ډول چاودنو آوازونه نه اورېدل کیږي؛ نه د غاصبو اسرائیلو د هوایي بمباریو او نه هم د فلسطیني مقاومت د توغندیو د ویشتلو، ځکه چې د اوربند په موافقه کې راغلي چې دواړه لوري به خپل بریدونه دروي، او د اوربند لمن به لا پراخوي.

پرون د غاصبو اسرائیلو له لوري د غزي په تړانګه کې د حماس اړوند نظامي ډلې کتائب عزالدین القسام د مجاهدینو دوه ځایونه بمباری کړل، چې له کبله یې 3 فلسطینیان په شهادت ورسېدل او څلورم فلسطینی د اسرائیلي پوځیانو له لوري په ګولۍ ویشتل شوی او په شهادت رسېدلی دی.

فلسطینیانو په ځوابي برید کې، د غزې تړانګې دننه په فلسطیني غصب کړل شویو سیمو کې پر اسرائیلي هستوګنځایونو بریدونه ترسره کړل، چې یو اسرائیلي سرتېری، چې د غفعاتي غونډ اړوند و، د یوه فلسطیني مجاهد له خوا د قناص په واسطه ویشتل شوی او وژل شوی دی.

اسرائیلي دفاع وزیر ګواښ کړی چې که د حماس خوځښت له لوري له غزې توغندویی برید صورت ونیو، نو په سختۍ سره به ځواب ورکړي، او په غزه کې به د حماس مشر، یحیی السنوار، ترور کړي.

د حماس خوځښت ویاند، فوزي برهوم، ویلي چې غاصب اسرائیلیان اوس اختیار لري که بمباري یې وکړه نو پایلې به یې په خپلو سترګو وګوري.

برهوم له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې اسرائیلي تېری مهار کړي، او پر غزې باندې کلابندۍ ته د پای ټکی کښیږدي، که نه نو پر اسرائیلي غاصبانه جوړو شویو هستوګنځایونو به توغندي ووروي.

فلسطیني رئیس هم پرون له سیمه ایزو دولتي اړخونو سره تماس نیولی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې اسرائیل او حماس دواړه اوربند ته وهڅوي څو بشري ناورین رامنځته نه شي.

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close