د اسراييلو د توپونو په ډزو پنځه فلسطينيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۰) اسراييلي عسکرو پر فلسطيني لاريونوالو د توپونو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې پنځه فلسطينيان وژل شوي دي.

د فلسطيني رسنيو د راپورنو پر بنسټ، پرون د جمعې له لمانځه وروسته زرګونه فلسطيني لاريونوال په غزه کې د اسرائيل پولې ته ورټول شوي چې د اسرائيلي عسکرو له خوا د توپونو تر بريدونو لاندې راغلل.

ځايي خبري سرچينې وايي، اسراييلي عسکرو د غزې په شمال کې، جنوب او مرکزي سيمو کې د څار يو شمير مرکزونه په نښه کړي چې له کبله يې پنځه تنه وژل شوي دي.

د حماس ډلې ويلي، په دغه بريدونو کې درې تنه وژل شوي او لږ تر لږه يوسل شل نور ټپيان دي.

العربيه ته يې سرچينو ويلي، تر بريدونو وروسته پر پوله د فلسطيني مقاومت ځواکونو او اسراييلي عسکرو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې يو اسراييلي افسر  هم وژل شوی دی.

اسراييلو د خپل يوه افسر د ټپي کېدو خبر تاييدوي خو د وژل کېدو په اړه يې څه نه دي ويلي.

له نښتو وروسته زرګونه فلسطيني لارونوالو د اسراييلي عسکرو پر ميشت ځايونو د ډبرو ګذارونه وکړل خو د اسراييلي عسکرو له خوا پرې اوښکې بهوونکی ګاز استعمال او ډزې وشوې چې ګڼ لاريونوال پکې ټپيان شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراييل د دفاع وزير اويګدور ليبرمن ګواښ کړی که له غزې څخه سوځوونکي کاغذ بادونه او بالونونه بند نه شي، دوی به د غزې پرضد پوځي بريد وکړي.

په وروستيو کې بيت المقدس د اسراييلو د پلازمينې په توګه اعلانولو او په فلسطيني خاوره کې د یهودو د ميشت ځايونو جوړولو فلسطينيان په غوسه کړي او په پرله پسې ډول د يادو کړنو پرضد لاريونونه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close