د اسرایلو او فلسطیني مقاومت تر منځ درنې نښتې روانې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۲)

وروسته تر هغه چې اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو په غزه کې د حماس ډلې د یوه مشر په کور عملیات وکړل او د نوموړي په ګډون یې ۷ تنه شهیدان کړل، تازه راپورونه وایي چې د اسرایلو دې پاروونکي اقدام د فلسطینانو غوسه راپارولې او پر اسرایلو یې توغندویز بریدونه کړي.

فلسطیني مقاومت د اسرایلو پر میشت ځایونو او د هغوی پر موټرو بریدونه کړی چې تر اوسه په کې د لسو (۱۰) یهودانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی .
له دې سره همهاله اسرایلي اشغالګرو د حماس اړوند د “ الاقصیٰ“ پر تلویزیوني شبکه برید کړي او د یادې شبکې توله ودانۍ یې له خاورو سره خاورې کړې ده.

بلخوا اسرایلي الوتکو پر غزه تړانګه بمبارۍ هم پیل کړې او لا هم روانه ده.
اسرایلو ویلي، د فلسطیني مقاومت له خوا په شلو دقیقو کې ورباندې نوي(۹۰) توغندی اورول شوي دي.
اوسمهال د یهودانو په میشت ځایونو کې د خطر زنګونه وهل کیږي او دواړو لورو ته د درنو جګړو له امله د لویو تلفاتو د اوښتو خطره ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close