د اسلامي امارت د نوي امير د لومړۍ غږيزې وينا ارزښتمن پيغامونه

کابل ټکی کام ۱۲ زمری ۱۳۹۴

تبصره فکري مبارز

د اسلامي امارت د نوي امير محترم ملا اختر محمد منصور لومړنۍ غږيزه وينا دوه ورځې دمخه د رسنيو له لارې خپره شوه .

په دغه وينا کې ملا اختر محمد منصور حفظه الله په ډيره سړه سينه خبرې کوي ، او خبرې يې ټولې د زړه له تله او له اخلاص څخه ډکې ښکاري.

وينا د کاغذ له مخې نده او کوم تکلف يې پکې ندی کړی او د تجربې له مخې دغه ډول ويناوې زياتره وخت له زړه څخه وي.

منصور صاحب په دغه وينا کې څو مهم پيغامونه ورکړي دي :

۱ـ سره لدې چې دی د رهبري شوری غړی ؤ خو د نوي امير د ټاکلو په بحثونو کې دی شامل نه ؤ ، ابتدايي خبرې يې شوری ته کړې دي د عاليقدر اميرالمؤمنين رحمه الله د وفات خبر يې ورکړی او نور يې شوری پريښې ده تر څو په خپله خوښه له کوم فشار او د چا له لحاظ څخه پرته فيصلې وکړي.

۲ـ شوری ته يې ډاډ ورکړی چې دوی هره فيصله وکړه هغه به مني.

۳ـ د صف په يووالي او وحدت يې ډير زيات ټينګار کړی او دا يې وعده ورکړې چې د خپه ملګرو د خوشالولو لپاره به پوره کوشش کوي.

۴ـ په وينا کې يې داسې ښودلې چې دی د اسلامي امارت د صف د ماتيدا په خطر تر هر چا ښه پوهيږي او د هر چا په نسبت يې پايلو ته ښه متوجه دی.

۵ـ منصور صاحب دا جوته کړې چې که تاسې کومه د بدګومانۍ خبر اوری بايد تحقيق پکې وکړئ او بايد فوراً يې ونه منئ.

يقيناً دا ډيره مهمه خبره وه او په دې خبره يې د خپل ځان په اړه ټولې هغه اوازې او تورونه چې په دې وروستيو وختونو کې د کفري رسنيو له لوري نشر کيدل رد کړې.

۶ـ د سولې او مذاکراتو د ډنډورو رد .

منصور صاحب په خپلو خبرو کې د سولې او مذاکراتو وروستی ډنډورې د دښمنانو تبليغات وګڼل او دا يې جوته کړه چې مسلمانان او مجاهدين بايد دغه ډول اوازو ته غوږ ونه نيسي.

۷ـ مجاهدينو ته په اخلاص ، تقوی او توکل ټينګار .

۸ـ کار اهل کار ته سپارل .

۹ـ د مجاهدينو په لباس کې د هغو غلو ، اختطافګرو او قاتلانو په ضد د مبارزې ټينګار چې جهاد يې بدنام کړی.

۱۰ـ مجاهدينو ته له خپل ولس سره د ښه سلوک توصيه او د ولس د همکاری او په اهميت باندې يې ټينګار.

۱۱ـ ټول امور د اسلامي شريعت په چوکاټ کې سرته رسول ، او له دښمنانو سره له داسې چلند څخه ډډه کول چې اسلام يې منع فرمايلې وي او له اسلامي حدودو څخه تجاوز او تيری پکې وي.

د محترم ملا اختر محمد منصور د وينا ياد شوي ټکي ډير ارزښتمن دي ، او که په عمل کې پلي شي نو د طالبانو تر منځ به يووالی لا پياوړی کړي.

د ټولو هغو ناخوالو مخه به ونيسي چې هم د اختلافاتو د راپيدا کيدو سبب ګرځي ، هم د ولس او طالبانو تر منځ فاصله پيدا کوي او هم د روان سپيڅلي جهاد د بدنامي سبب ګرځي.

 

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close