د اسلامي امت ناخوالې اولاملونه!!

لیکوال: محمد الله نوري

څو پېړۍ وشوې چې اسلامي امت په سختو دردونو، آهونو او کړاوونوکې شپې او ورځې تېروي، ددغو دردونو او اهونو لاملونه هم داخلي او هم خارجي دي چې په لنډه توګه ویلی شو، داخلي منافقین اوخارجي بلواګر کافران زمونږ د مصیبتونو زېږوونکي دي،

۱بهرنيو کافرانو په اسلا مي هېوادونو کې بداخلاقه اوبې باوره انسانان  وروزل اوپرموږ یې راوتپل.

۲ دسیاسي بې ثباتۍ لپاره یې داسې کسان وروزل،چې دین له دنیا څخه جلا ګڼي، یعنې دنیاوي کارونه باید د اسلام په چوکاټ کې نه وي بلکې د خلکو په خوښه باید تر سره شي.

۴ دیني عالمانو ته په دنیوي چاروکې د مداخلې کولو اجازه نه ورکول د دوی هدف همدا دی چې دیني عالمان باید دخلکو په سیاسي بهیر کې مسؤولیت اداء نه کړي،

ترڅو د ظالمانو او مسلطوحاکمانو واک بقا وکړي او د دیني عالمانو په واسطه د دوی مسلط لاسپو څي د فرعون، هامان، او قارون،په بد سرنوشت  اخته نه شي، ځکه د دیني علماوو سیاسي کېدل، د ظالمو سیاستوالو د ژوند د ختمېدا او لنډېدا سبب ګرځي.

۵داسلامي هېوادونو سر ته غداران اوخائنان راولي چې دولس ټوله شتمني شخصي ګڼي په همدې خاطرکه تاسواسلامي هېوادونو ته ځیر شئ چې ولس یې بې کوره، ځورېدلی، کړېدلی، اما د ده کابینه په غلا، چور، او تالان، بوخته ده،  ولس یې وږی،  تږی او د دوی ټوله ملي شتمني په خپلو هوسونو او خوراکونو لګوي، د دې حاکمانو زامن اولورګانې د دې پرځای،چې لوړوعالي تحصیلاتو کې نوم او نښان وګټي د جنسي شهوتونو ښکار کیږي،

ددوی ټوله تاریخچه دخپل ولس له ناموسونو سره د بې نا موسي کولو له دردوونکو او  وجدان خفه کوونکوکیسو څخه ډکه ده، شورا او شورایي نظامونه یې پکې ړنګ کړل، ولسونه یې په خپلوحکومتونو او حکومتونه یې په خپلوولسونوبدګمانه اوبې باوره کړل، ځکه چې روسي، انګلیسي او امریکایي استعمارونو،چې یو بل پسې بدتر دي، ددغه سیستم په طرحې او دتطبیق په څارنه کې دهغو مؤمنو ولسونو په وژنه او پرزونه بوخت دي، چې د دې تور تمونو لمنځه وړل او د اسلامي احکامو د پلي کېدا له لارې د عدالت د وړانګو خپرول او ځواکمنول غواړي،

اقتصادي ناورینونه یې داسې رامنځته کړي دي،چې فقر، غربت، ناداري او بېکاري دنړۍ په کچه یوازې اسلامي هېوادونو کې زیاته لیدل کیږي، خصوصاً زموږ ګران هېواد افغانستان کې چې ډېری ځوانان دغربت اوفقر له امله اروپايي هېوادونو ته پر لاره کې دسمندرونوخوراک شول، د هېواد داخل کې ولس ته دکار زمینه نه برابر ول، د ګاونډیو  هېوادونو سره د پولې پر سر ناندرۍ وهل دا ټول هغه لا ملونه دي چې امت مسلمه یې د تنزل طرف ته روان کړی دی، که چېرته موږ یو عادل او انصاف کوونکی حاکم ولرو نو هیڅ کله به هم له دغسې مشکلاتو سره مخ نه شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close