د اسلامي نړۍ د ستر مبلغ حضرت مولانا محمد الياس کاندهلوي (رحمة الله علیه) لنډه پېژندنه

عزت الله کوټوال

پیدایښت:

مولانا محمد الياس د محمد اسماعيل زوئ ،په 1885 ميلادي او 1303هجري کال کې د هند د اترپردیش ايالت د مظفرنګر په کاندهله علاقه کې زېږېدلى.

د مولانا ښوونکي او مشایخ:

مولانا خپلې لمړنۍ زده کړې له خپل پلار  او د خپل مشر ورور شیخ محمد یحیی د (شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا والد صاحب) څخه تر لاسه کړي، هغه په سهارنپور مظاهرالعلوم مدرسه کې د احادیثو ښوونکی وو، مولانا د خپل پلار تر نظارت لاندې په نظام الدين کې د قران کريم حفظ وکړ او د عربي او فارسي ابتدايي کتابونه يې ولوستل .

له دې نه وروسته د خپل مشر ورور سره (ګنګوه) علاقي ته لاړ او هلته د وخت د لوی فقیه شیخ رشید احمد ګنګوهي (۱۸۲۹-۱۹۰۵ز) رحمه الله شاګرد شو .

مولانا په ۱۳۱۵ل کال دده سره په تصوف (طریقت) کې بیعت وکړ . په 1905 ميلادي کال کې رشيد احمد ګنګوهي وفات شو په دې وخت کې مولانا 20 کلن وو.

د دوهم ځل لپاره ېي له شیخ الحدیث خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله سره خپل بیعت نوی کړ.

له شیخ عبدالرحیم رائپوري رحمه الله سره یو ځای شو او د هغه له ښوونې او روزنې ېې ګټه تر لاسه کړه. ځینې علوم ېي له شیخ اشرف علي تهانوي ۱۸۵۶-۱۹۴۳ز) چې په (حکیم الامت) مشهور دی، څخه زده کړل.

په 1908 ميلادي، 1326ھـ کال کې يې په دارالعلوم ديوبند کې داخله وکړه . د شيخ الهند محمود الحسن الدیوبندي (۱۸۵۱-۱۹۲۰ز) رحمه الله شاګرد شو، چې د دیوبند مدرسې له لویو علماوو څخه دی. له ده نه یې ترمذي او بخاري شریف وویل.

د یوبند د هند په نیمه لویه وچه کې د اهل السنه والجماعه تر ټولو لویه مدرسه ده چې بنسټ ېې په ۱۲۸۳ل/۱۸۶۷ز کال ایښودل شوی دی.

له دارالعلوم ديوبند نه تر فارغیدو وروسته په سهارنپور مدرسه کې استاد شو.

له دې نه بعد یې د ډهلي په یو مسجد کې یو څو طالبانو ته د حدیثو درس شروع کړ .

مولانا محمد الياس د وخت ستر عالم او د اسلامي نړۍ د دعوت او تبلیغ مشر وو ، مولانا صاحب د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر تحریک (تبليغي جماعت) تاسيس کړ. نوموړي يو ځل وفرمايل که چېرې ما په دې حرکت نوم کېښودلاى نو ما به د (تحريك الايمان) نوم پرې ايښى وو،  خو وروسته دغه ډله د خلکو له خوا په تبليغي جماعت مشهوره شوه.

تبليغي جماعت په 1926 ميلادي کال په ميوات علاقه کې د مولانا محمد الياس په واسطه رامنځ ته شوه .

د تبليغي جماعت پیژندنه:

تبليغي حرکت يو دیني جماعت دی، تبليغي  جماعت خلک په قران کريم او نبوي احاديثو عمل کولو ته رابلي. دوۍ د خپلو ملاتړو هيڅ کوم رسمي راجستر نلري.

تبليغي جماعت دا وخت د اسلامي نړۍ تر ټولو ستره ډله ده، تبليغي جماعت د نړۍ په 150-200 هيوادونو کې 12-150 ميليونه ملاتړ كوونكي او غړي لري.

د امريكا په متحده ايالاتو کې 50000 فعاله غړي لري، تبليغي جماعت د خپلو غړو لپاره شپږ نمبري ټاکلي دي دوئ خپلو هغو غړو ته چي علماء نه وي په دغو شپږو نمبرو کې د وعظ توصيه کوي .

ددې جماعت يو فعاله غړى هغه څوک دی چې په دې جماعت کې يې څلور مياشتي وخت لګولى وي د تبليغي جماعت اوسنى امير مولانا محمد سعد د مولانا محمد الياس صاحب لمسى دی.

د نوموړي نېژدې ملګري:

① شیخ عبدالرحیم شاه رحمه الله دیوبندي تبلیغي:

له شیخ الیاس او له هغه وروسته د هغه له زوئ شیخ محمد یوسف سره ېي د تبلیغ په لاره کې ډیر وخت تیر کړی دی.

② شیخ احتشام الحسن کاندهلوي رحمه الله:

د شیخ محمد الیاس د خور خاوند او د هغه ځانکړی

باوري وو، هغه د خپل ژوند ډیره برخه د شیخ محمد الیاس په ملګرۍ او د دعوت د چارو په پرمخ بیولو کې تیره کړې.

③ مفکر اسلام علامه ابوالحسن علي حسن ندوي رحمه الله:

د هند د لکهنو د (ندوة العلماء) دارالعلوم مهتمم او لوی اسلامي لیکوال وو، هغه له تبلیغیانو سره ډیرې نژدې اړیکې درلودې. ده د مولانا محمد الیاس په ژوند او تبلیغي حرکت یو غوره او مفید کتاب هم د (مولانا الیاس اور انکی دینی د عوت) په نوم لیکلی دی.

④ د شیخ محمد الیاس له وفاته وروسته د هغه نابغه ځوی شیخ محمد یوسف کاندهلوي (۱۹۶۵-۱۹۱۷ز) رحمه الله دده ځای ناستی شو .

هغه د علم په زده کړه او له هغې وروسته د بلنې او د هغه د خپراوي لپاره ډیر سفرونه تر سره کړي دي. مولانا محمد یوسف کاندهلوي د هند په ډهلي کې د مولانا محمد الیاس په کور کې چې د سیمې متدینه، نومیالۍ او عالمه کورنۍ وه وزیږید.

نوموړی د پاک زړه او نوراني څهري خاوند، د ژور علم څښتن، عالم او ډیر تقوا لرونکی شخص وو. اسلام ته یې نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي.

مولانا له کوچنیوالي څخه د اسلامي علومو سره بې کچې مینه درلوده، د عمر په لس کلنۍ کې یې قران عظیم الشان حفظ کړ، داچې هر عالم د لارښونې لپاره د چا لاس نېسي نو مولانا محمد یوسف کاندهلوي رحمة الله علیه هم د خپل پلار لاس ونیوه. کله چې یې پلار په ۱۹۶۲ هـق کال کې وفات کیده نو مولانا محمد یوسف کاندهلوي صاحب یې د تبلیغي جماعت مشر وټاکه، مولانا صاحب هم په پوره میړانه، توان او په ډیره حوصله تبلیغ او دعوت ته ادامه ورکړله، ان تردې چې په ټول شپه او ورځ کې به یې یوازې درې یا څلور ساعته خوب کاوه.

نور به ټول ورځ په غونډو، تبلیغ او دعوت تیریده، خلک به یې ټولګي ټولګي د دین د دعوت لپاره د ډهلي څخه بهر شا او خوا نورو سیمو ته لیږل.

او تر هغه وروسته یې د حاجیانو په واسطه د تبلیغ دا لړۍ د مکې او مدینې تر سترو ښارو ورسوله او په کراره کراره دا لړۍ اسیا، اروپا او افریقا ته هم ورسیده .

د ورین تندي، روښانه مخ، توري ږیري او میانه وني خاوند د اپریل په لومړۍ ورځ کال ۱۹۶۵ کې د جمعې په ورځ د پاکستان لاهور ښار کې وفات شو ، مړی ېي له هغه ځایه هند ته ولیږل شو او د ډهلي په نظام الدین کې د خپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

یوسف کاندهلوي د دعوت او تدریس ترڅنګ  د ژوند یوه برخه د حدیثو لیکنې ته هم وقف کړي وه. د امام طحاوي “رحمة الله علیه” پر (شرح معاني الاثار) یې د (اماني الاحبار) په نوم یوه منلې، واضحه، روانه او عام فهمه شرحه ولیکله.

دغه رنګه یې د (حیات صحابه) او (حیات محمد هارون) په نوم مشهور کتابونه هم لیکلي دي. نوموړي د خپل پلار پر پله، پل ایښی دی.

⑤ د شیخ نابغه وراره او د خپل وخت ستر شیخ الحدیث علامه محمد زکریا کاندهلوي (۱۸۰۵-۱۹۴۴ز) هغه د شیخ محمد یوسف د تره زوئ او د خور خاوند هم وو، د شیخ محمد یوسف پالنه او لارښوونه هم  د نوموړي پر غاړه وه، شیخ الحدیث محمد زکریا د هند په ریحان او د وخت په برکت هم ستایل کیده.

نوموړی شیخ الحدیث او د ډلې لوی څاروونکی وو، چې په تبلیغي نصاب کې د “ریاض الصالحین” څخه وروسته دده کتاب “مجموعه فضایل اعمال” ستر کتاب دی، دغه کتاب نړیوال شهرت هم لري او په مختلفو ژبو ژباړل شوی.

شیخ له دې پرته نور ستر ستر کتابونه هم لري لکه: د مشکواة شرحه (التقریر الرفیع بمشکوۃ المصابیح) درې ۳ جلده،

د موطا امام مالک رحمه الله شرحه (اوجزالمسالک) ۱۶ شپاړلس جلده،

د شمائل الترمذي شرحه او د بخاري شریف (ابواب و تراجم) او داسې نور…

⑥ محدث العصر علامه محمد یوسف بنوري رحمة الله علیه هم د دې علماوو څخه د کراچۍ په نیو ټاون کې دعربیه مدرسې بنسټ ایښودونکی، مهتمم او شیخ الحدیث وو، ده هم د دعوت په کار کې ستر رول ادا کړی. د یوې اردو ژبې میاشتېنۍ مجلې مدیر او د ګڼو او غوره کتابونو لیکوال هم دی، د علامه بنوري تالیفات په لاندې ډول دي:

 ۱: معارف السنن شرح سنن الترمذي (د ترمذي شریف شرحه)

۲: یتیمة البیان فی شیئ من علوم القرآن (د قراني علومو پېژندنه)

۳: بغیة الاریب في مسائل القبله والمحاریب.

۴: نفحة العنبر في حیاة امام العصر الشیخ محمد انور.

۵: تجری الریاح بما لا تشتهی السفن.

۶:عوارف المنن مقدّمه معارف السنن.

۷: الأستاذ المودودی وشییٴ من حیاته وأفکاره .

۸: القصائد البنوریة.

۹: المقدمات البنوریة.

۱۰: بصائر وعبر.

⑦ مفتي محمد شفیع عثماني رحمه الله د پاکستان لوی مفتي، د کراچۍ د لاندهي دارالعلوم مهتمم، د حکیم الامت اشرف علي تهانوي ځای ناستی او د مفتي تقي عثماني والد ، د تبلیغ د ډلې له علماوو څخه وو چې په افریقا کې یئ د مرکز په جوړولو کې ډیر محنت کړی.

د ګڼو کتابو لیکوال دی، معارف القران تفسیر يې تر ټولو مشهور دی، دایې د یو قادیاني د تفسیر په رد کې لیکلی دی، د قادیاني کتاب هم د معارف القران په نوم وو.

⑧ شیخ منظور احمد نعماني رحمه الله:

د دعوت او تبلیغ له علماوو، د شیخ محمد زکریا او د علامه ابوالحسن ندوي له ملګرو او د دیوبند له علماوو څخه وو.

وفات: 

د اسلامي نړۍ ستر شخصیت مولانا محمد الیاس کاندهلوي په 13 جولائی 1944ء په نظام الدین، دهلي کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړلې. روح یې ښاد

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close