د اسلامي نړۍ ستر مؤرخ فؤاد سزګین وفات شو

تېره هفته د اسلامي نړۍ ستر مؤرخ او عالم پروفیسر فؤاد سزګین د 94 کلونو په عمر وفات شو، نومړی د ترکیې و او الماني تابعیت یې هم لاره، دی د اسطنبول یوه روغتون کې وفات شو او د اسطنبول ښار (جامع الفاتح) کې یې جنازه وشوه، جنازه کې یې د ترک ولسمشر رجب طیب اردوګان په شمول د دولت لویو چارواکو او عامو مسلمانانو ګډون کړی و.

د نوموړي په مړینه د ترکیې ولسمشر هم ژور خپګان ښکاره کړ او د ټویټر یوه ټوېټ کې یې هغه د اسلامي نړۍ تکړه تاریخپوه او د اسلامي ثقافت ستر سرلاری وباله، پروفیسر فؤاد سزګین په رښتیا هم اسلامي تاریخ او اسلامي ثقافت او تمدن ته ډېر څه وړاندې کړل او په دې لړ کې یې د غربي استشراق ډېر شکوک او شبهې ځواب کړې.

Image may contain: 13 people, people standing, suit and wedding

د نوموړي مؤرخ ستر کتاب (تاریخ التراث العربي) ډېر مشهور دی، دا کتاب تقريبا اتلس ټوکه کې دی، لومړی الماني ژبه کې لیکل شوی او عربي ته هم ژباړل شوی دی. د دې کتاب پیل یې کال: 1966م کې کړی و او تر مرګه پرې بوخت و، چې فعلا یې د دې کتاب پر اتلسم ټوک کار کوه.

د نوموړي په اړه ويل كیږي چې 27 ژبې یې زده وې، په دې ژبو کې یې سریاني ، عبري ، لاتیني او الماني ژبې په کره توګه زده وې. د ده مشهور کتاب ( تاریخ التراث الاسلامي) موجوده وخت کې د اسلامي تاریخ خورا مهم ماخذ او غوره کتاب بلل کیږي. دې کتاب کې د اسلامي تاریخ ، ادب او نورو ګڼ شمیر اسلامي علومو په اړه تفصیلي معلومات ځای شوي دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close