د اسلامي هیوادونو مشران او زوریدلی ملت

لیکنه: م ن حمزه

په مسلمه امت نن سبا ظلم، ستم، وحشت او بربريت اوج ته رسیدلی، څوک یې هم د مرســتې او کومک کولو والا نشته. یواځـــې له هغه ذات جل جلاله نه علاوه چا چې د ظالمانو ظلم او وحشت له خاورو سره خاورې کړی او د مسلمه امت رجوع هم یواځې هغه ذات جل جلاله لره ښایې. اګر که په دغه توجه کې یې ســتونځې شــته کچیرته مسلمانانو خپله کامله توجه رب العلمـــین ته په کامله طریقه او اخلاص کړې وای نو دا مشکلات به اوس ډیر کم پیښــېدل؛ خو کیدای شي دا هم دالله تبارک وتعالي امتحان وي په مسلمانانو.

له هغه وخت نه چه اســرائیلو په مظلومو فلسطینیانو باندي ظلم او وحشت پیل کړی، تر نن ورځي پورې چا هم ددوی کومک او مدد ونه کړ؛ خو الله جل جلاله عزیز ذوانتقــام ذات دی، چې دا څو ورځې کیږي په اسرائیلو باندې یې عذاب نازل کړی او لا هم جریان لري او له پاک رب جل جلاله نه ورته د مزيد عذاب غوښتـــونکی یم.

مظلومو فلسطینیاو په کراتو مراتو ورسره د اوربند معاهدې وکړې؛ خو بیا به هم د ظالمو اسرائیلو لخوا دا د اوربند معاهدې ماتې شوي او د ظلم سلسله به یې په فلسطینانو شروع کړه. کله به چې مظلومو فلسطینانو د خپل مظلومیت اواز اوچت کړ چې اسرائيلو د اوربند معاهده ماته کړې او دا اواز به یې د تش په نوم بشري حقوقو نړیوال سازمان ته ورساو، نو د امریکا لعین صدر به دا وویل، چې دا خو د اسرائیلو دفاعي حق دی او په دې کې دې یاد سازمان کار نه لري، چې دې خبرې به ماته ډیر سخت زور راکاوو.

خو بالآخره نن قهـــار ذات هم وروښوده چې دا ستاسو د ظلم نتیجه ده او الله تعالي د مظلومو فلسطینیانو او د نړی د حق پرســتو مسلمــانانو زړونه ورباندي یخ کړل. موږ که په مجموعي ډول په تېره شوې زمانې کي نظر وکړو، نو الله جل مجده تل د ظالــمانو ظلم تر یو محدود وخت پورې تمديد کړي؛ خو بیا يې په ډیر عبرتناک عذاب معذب کړي دي لکه فرعون، هامان، قارون، شداد، قوم عاد، قوم هود، قوم لوط، اصحاب فیل وغيره او بالعکس یې بیا د مظلومانو او د خپلو مقدسو ځایونو نصرت او ساتنه کړي.

البته! دا خــبره چې نن ولې د ظالمو اسرائیلو کومک ته د ترکیې ولس مشر رجب طیب اوردغان ملا وتړله؟ ایا دا به د هغو مظلومو فلسطینیانو په سترګو کې خاورې اچول نه وي؟ ایا دا به د بورما، عراق، بوسنیا، چیچنیا او افغانســتان وغيره له مظلومو مســـلمانانو سره ستره جفا نه وي؟ ایا دا به همدغه وحشیانو ته د روحیې د تقویت کولو په معني نه وي؟ ایا دا به د مسجد اقــصي سره ظلم کول نه وي؟

یاد ولس مشر چې کله د بورما مسلمانانو مرســتې ته مټې را بډوهلـــې نو طبعا خوښ وم ما ویل، ځه خو اسلامي ممالکو کې هم د مظلومانو فریادرس شته ممـــکن نور به کفار په مسلمانانو ظلم کم کړي؛ خو خبر نه وم چې دا مسلمان نه بلکې د بوسو من و؛ خو دا دالله جل شانه کارونه دي چې څوک پکې څه نشي ویلی، خو غوصه مې په دې ورته راځي چــې ته په هغه وخت کې چــېرته وې چې د فلسطین مسلمانانو به د ځان ددفاع په خاطر او له اسرائیلو سره د جنګ او جهاد په خاطر يو څو ډبري راټولې کړي وې او د ظالمانو د ظلم مخه به یې پري نیوله.

ايا تا چې داسرائیلو د کومک لپاره طیاره(الوتکه) ور لیږله، ولې دغه الوتکه دې په وسلو بار د فلسطین مظلوم ولس ته نه شوه ورلیږلی؟ هو که دا دې د بشر د حقوقو په خاطر ورلیږلي وي نو ولې فلسطینیان تاته ځناور ښکاريدل او که مسجد اقصي تاته د مسلمانانو مخکينۍ قبله نه ښکاريده ؟ خو زه وایم چې د فلسطین وګړي مسلمانان او مسجد اقصی د مسلمانانو مخکنۍ قبله ده؛ خو فرق په تاکې راغلی خپله عقیده دې سمه که او توبه اوباسه، که نه نو قریبه ده چې ته به هم په الهي عذاب کې را ګیر شې اوس دې هم لا وخت شته.

زما دا لیکنه باید د قومي، سمتي، لساني او نژادي توهين په معني تعبیر نه شي او نه دې هم د تعصب په معني ونومول شي بناء دا لیکنه مې  د زړه له درده ولیکله.

د مسلـــمانانو د بیا هوساینې په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close