د اسلام او جاهلي ټولنې اساسي توپیر

محمدالله نوري

اسلا م یوازې دوه ډوله ټولنې پيژني: یوه اسلامي ټولنه او بله جاهلي ټولنه.

اسلامي ټولنه هغه ده چې دمشر تابه واګې یې د اسلام په لاس کې وي، د انسانانو پر عقیده، عبادت، اخلاق، معاملاتو د حکومت د چارو او نورو قوانینو او همدارنګه د ژوند په هر اړخ کې عملا د اسلام واک موجود وي.

جاهلي ټولنه هغه ده چې اسلام د ټولنې په عملي ژوند کې بې واکه وي، نه د اسلام عقایدو او تصوراتو ته څوک په درنښت ګوري او نه اسلامي اوامر او نواهي څوک مني، نه د اسلامې قوانینو او ضوابطو حکومت وي، او نه پکې اسلامي لوړ او غوره اخلاق څه برتري لري.

اسلامي ټولنه هغه نه ده چې له یو څو انسانانو (د مسلمان په نامه یادیږي) جوړه شوې وي، خو اسلامي شریعت هلته هیڅ قانوني او اجرائي ارزښت ونلري. په داسې ټولنه کې که د لمونځ، روژې، زکاة او د حج مراسم پر ځای هم شي، بیا هم ورته اسلامي ټولنه نشو ویلای، بلکه هغه به یوه داسې ټولنه وي چې د الله ج او درسول صلی الله علیه وسلم د احکامو او پریکړو څخه پرته د خپلو نفسي غوښتنو تر اغیزې لاندې غواړي چې اسلام په يوه نوې بڼه رامنځته کړي، لکه دمثال په توګه د “ترقي غوښتونکي” اسلام په نام یې ونوموي.

جاهلي ټولنه په هره بڼه راڅرګنديدلای شي، چې ټولې بڼې یې له جاهیلت څخه سر چینه اخلي. کله هغه د یوې داسې ټولنې کمیس واغوندي چې د الله ج له وجود او قانون څخه یومخیزه سترګې پټوي او بشري تاریخ جدلي توجیه یا مادې او یا علمي سوسیالیزم د ژوندانه د بنسټیز نظام په توګه مني، لکه اوسني جمهوري ديموکراتيک نظامونه.

کله د یوې داسې ټولنې په بڼه راښکاره شي چې د الله جلاله له وجود څخه بالکل انکار کوي، خو د هغه د خدایی ځواک یوازي په اسمانو نو پورې محدود ګڼي، د ځمکي په سر فیصله کونکي د الله جلاله اوامر له سره نه مني. نه د الله جل جلاله شریعت ته د ژوند د سموونکي قانون په توګه د انفاذ حق ورکوي، او نه د الله جلاله له خوا لا لهانده بشــر ته غوره کړای شویو ابدي او د نه بدلیدونکو معیارونو پراساس د ژوندانه حق ورکوي. هغه يوازې خلکو ته دا  اجازه ورکوي چې په جوماتونو، کلیساګانو او نورو عبادت ځایونو کې دالله جلاله ستاینه او عبادت وکړي.

خو دا نشي زغملای چې خلک دې په نورو اړخونو کې هم د اسلام دعملي تعلیماتو حکومت ته غاړه کیږدي. نو له دې امله دغه ټولنې د الله جلاله  په ځمکه کې د الله جلاله له خدايی څخه باغي ګڼل کیدای شي، ځکه الله جلاله په قران کې صراحتاً ډېر ځای فرمایلي دي، څوک چې د الله جلاله په کتاب فیصله نه کوي، هغه ته د ظالم فاسق او کافر خطاب شوی دی.

که مونږ په اوسني عصر کې وګورو، هيڅ یو نظام داسې شتون نه لري چې هغه حکومت ته د اسلام جامه وراغوستې وي او مسلمانانو ته یی سوکالي اوخوشحالې ورپه برخه کړې وي. بس همدا لامل دی چې مسلمانان د جاهلي ټولنې ښکار شوي او له سختو بدبختیو سره مخامخ دي. تر څو چې اسلامي نظام ته لاره هواره نه کړو، تر هغه پورې به په دغسې کمزورو او مظلومو حالاتو کې قرار لرو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close