د اسلام دوهم خلیفه (عمر) رضی الله عنه ولي وژړل؟

ژباړنه: م. حمد الله (دانشمند)
تاریخ کاږي، چې “عمر فاروق” د ستر هیبت او لوړ مرال څښتن وو! یوه ورځ یې په مدینه منوره کې د خلکو له پاره د خوراک له پاره دسترخوانونه خورول، ویې ليدل، چې یو وګړی په کیڼ لاس خوراک کوي، نوموړی(رضی الله عنه) د شا له خوا ورته راغی، ورته یې کړه: اې د الله بنده! په ښي لاس یې خوره!
هغه ورته کړه: اې دالله پاک بنده! ښی لاس مې بوخت دی! هغه مبارک دوه، درې ځله ورغبرګه کړه، هغه به همدا ځواب وایه اوبس
یاد خلیفه(رضی الله عنه) ورته ویل: په څه اړ دی؟
هغه ور غبرګه کړه: د “مؤتة” په ورځ یې ژور ټپونه وخواړه؛ اوس له حرکت (ښورښت) نه لوېدلی دی…!
د یاد خلیفه (رضی الله عنه) په مبارکه ږيره کې د ملغلرو په څېر رڼې اوښکې را ورغښتې، په غرېو نیولي غږ یې ترې وپوښتل: څوک اودس درکوي؟ څوک جامې درمینځي؟ څوک سر در مینځي؟ او څوک…؟
له هرې پوښتنې سره یې پر مخ د اوښکو سیلاب زیاتېده، امر یې وکړ: یو خادم، سوارلۍ او خوراکي توکي و یاد معیوب وګړي ته ورکړئ، د ورکړي ترڅنګ یې ترېنه بښنه هم وغوښته؛ ځکه(د ده په آند یې) یو داسې شخص وځوراوه، چې هیڅ ملامت نه وو!
المأخذ: [التاریخ الاسلامي].

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close