د اسلام دښمنان بې روحه اسلام غواړي

آصف الله آصفي 

د ترکیې په استانبول ښار کې د دیني عالمانو د نړیوال اتحاد مشر ستر دیني عالم (قره داغی) د استانبول د والي، یو شمیر ترکي دولتي چارواکو او د ترکیې د ولسمشر زوی بلال په شمول د نړۍ له مختلفو هیوادونو نه راغونډو شویو۴۵۰ دیني عالمانو ته وینا وکړه.

(قره داغي) ویلي چې د اسلام  د دښمنانو له لوري د اسلامي امت پر ضد یوه ستره دسیسه په لاره اچول شوې چې متاسفانه د دغې سیسي د عملي کیدلو فعالیت د اسلامي هیوادونو ځینو  مشرانو ته سپارل شوی.

دا دسیسه په حقیقت د هغې سترې دسیسې تسلسل دی چې د رښتیني اسلام چې د عام شموله عقیدې، یو ښه قانون او د ژوند د ښې لارې څښتن دی پر ضد له پیړیو راهیسې روانه ده.

د اسلام دښمنان او د هغوی لاسپوڅي هسي په نوم مسلمانان او یو  شمیر ناپوه او له  اسلام نه ناخبره مسلمانان هڅه کوي څو هر هغه څوک او هر هغه حکومت چې د اسلامي امت د قضایاو تر څنګ دریږي مجازات کړي او د اسلامي حکومتونو هر ډول تجربې له ناکامۍ سره مخ کړي.

په ترکیه کې د دیني عالمانو د اتحادیې مشر وویل چې برناحقه د اسلامي نړۍ پر ضد اقتصادي او سیاسي دسیسې په لاره اچول شوي دي، د اسلام دښمنان داسې یو اسلام غواړي چې بې روحه وي او ځواک او ژوند پکې وجود ونلري، بلکې یواځې پر روحاني اړیکو تمرکز ولري او بس.

حال دا چې اسلامي امت د سترې پوهې څښتن دی او د فلسطیني مسلمانانو سترې سرښندنې تر هر څه لوړې دي.

د امریکا ولسمشر د (پیړۍ څپیړه) په نوم پر یوه داسې پلان کار کوي چې موخه یې په ظاهره  د فلسطیني – اسرائیلي  جګړې ته د پای ټکی ایښودل خو په اصل کې د فلسطینیانو مجبورول دي څو له خپل دریځ نه واوړي.

قراه داغي د نمسا حکومت نه هم غوښتنه وکړه چې په خپله هغه پریکړه له سره غور وکړي چې له کبله یې ۷ مسجدونه تړلي او یو شمیر امامان یې له هیواده ویستو ته اړویستلي ځکه چې دا ډول پریکړې به په نړۍ کې تعصباتو ته لمن ووهي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close