د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې ولسمشر غني او نریندرامودي ویناوې وکړې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۴) زرغون خوږیاڼی

نن د هندوستان په امریتسر ښار کې د «اسیا زړه کنفرانس» شپږمه غونډه کې د ۴۰ هیوادونو استازیو ګډون وکړ، چې د غونډې پرانسته ولسمشر اشرف غني او هندي مشر نریندرا مودي وکړه.

افغان مشر اشرف غني او هندي مشر نریندرا مودي په خپلو خبرو کې تر ډیره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د سولې راوستلو هڅې، د هند، افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ په پراخه کیدو وغږیدل.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان خلک به هیڅکله د هندوستان هڅې له پامه ونه غورځوي، باید د دواړو هیوادونو تر منځ دوامداره همکاري پاتې شي.

غني وویل، افغانستان هڅه کوي چې د ازبکستان له لارې ځان له نړۍ سره وصل کړي او دا زموږ په لومړیتوبونو کې دي، په دې سره به د افغانستان ولس له فقر څخه راووځي، دده په وینا د ترانسپورت په برخه کې د لګښت کمولو لپاره به د لید وړ بدلونونه راولي.

ده زیاته کړه، افغانستان د انرژۍ په سکتور کې د پانګونې جلبول په ګوته کوي، چې افغانستان د پرمختګ په حال کې دی، د اسیا زړه هیواد افغانستان د پانګوالو د باور ځای دی.

اشرف غني په خپلو خبرو کې دا هم وویل، پاکستان چې له افغانستان سره د ۵۰۰میلیون ډالرو مرستې وعده کړې وه، په دغه هیواد کې دې د تروریزم سره په مبارزه ولګوي.

همدارنګه د هند ولسمشر نریندرا مودي د افغانستان امنیت د سیمې امنیت وبللو او ددغه هیواد تهدید یې د ټولې سیمې تهدید وبللو، نریندرا مودي وویل، زموږ تمرکز په دې دی چې په افغانستان کې امن راولو او د راتلونکي تضمین یې وکړو.

مودي زیاته کړه، چې افغانستان سیمې ته د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره مرکزي شتون لري. موږ باید د کرنې او صنعت په برخه کې له دغه هېواد سره رښتینې او ډاډمنې مرستې ترسره کړو.

مودي دا هم وویل، چې افغانستان سره د هوايي کرښې له لارې په تجارتي اړیکو غور کوي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د آسیا زړه هېوادونو کنفرانس ته تللی او هلته یې د له اشرف غني سره په ځانګړي توګه کتلي دي، سرتاج غزیز ویلي چې د افغانستان امنیت د پاکستان په ګټه دی.

نوموړي له اشرف غني سره په ځانګړې کتنه کې ویلي، چې د دواړو ملکونو تر منځ ښې اړیکې جوړول غواړي، ځکه چې امنناکه او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close