د اشرف غني تاریخي وینا

تبصره : ص ـ ،صاحب زاده،
شیبه وروسته په رسنیو کې د اشرف غني ویاند را څرګند شو، دخبرو سر کې یې وویل چې ولسمشر اشرف غني به سبا پارلمان کې وکیلانو ته یوه تاریخي وینا واوروي ·
ده په خپلو خبرو کې وویل پاکستان څخه د ښو طمعه نه لرو، ( دا هیله تري نه لرو چې طالبان دي صلحې ته مونږ سره کښېنوي)،
لا یې خپلې خبري نه وي ختمې کړي چې پاکستان ته یې بیا هیله پیدا شوه ، او ويې ویل چې له پاکستان نه غواړم چې د طالبانو په خلاف دي نظامي عملیات شروع کړي او هغه هم په پاکستان کې.
دویمه خبره یې داوه، د مدرسو طالبان مونږ سره داسې عکس العمل نه کوي،اشاره یې لسم ریاست ته وه، ( سرتیري بریدونه نه کوي) او دا چې بریدونه کوي، دا باغیان دي او باغیان به هیڅکله ونه بښي، او حال داچې د ګډ حکومت ټول مشران او کشران په دې ډیر ښه پوهبږي، چې طالب یو طالب دی، طالب د یو الله ، یو دین، یو کتاب، یو مذهب او یو رهبر تر چتر لاندې ژوند کوي،او د محمد صل الله علیه وسلم پیروان او امتیان دي،چې ټول د یوي مدرسې روزل شوي شاګردان دي.
داچې کومې خبرې یې له خولې ویستلې، دایې د ملت په سترګو کې دخاورو پاشلو په موخه کولې.
د ګډ حکومت مشران دې په دې هم ښه پوه شي، چې غیور ملت غیور ولس اوس تاسې ډیر ښه پېژني،
افغانان نور د تاسو له ظلمونه تنګ راغلي،او د تاسو شړۍ نور درټولول غواړي اوبس، ځکه تاسې بې واکه یې ستاسې حکومت بې واکه دی، ستاسو دحکومت اصلي جرړې د امریکا په سفارت پورې محدودې او تړلې دي.