د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار ایران ته تللی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۴)

د ملي یووالي دحکومت د ملي امنیت نوی سلاکار حمدالله محب د یو پلاوي په مشري ایران ته تللی او هلته یې د سیمې د څو هیوادونو د استخباراتي مشرانو په غونډه کې ګډون کړی .
په دې یوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان سربیره د ايران ، هند، چين او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو هم ګډون کړی وو او د سیمې د امنیت د خوندیتابه په موخه یې خبرې کړې.
یادو مشرانو په سیمه د داعش د ګواښ او نفوذ د زیاتیدو او له بنسټ پالنې سره پر ګډې مبارزې یو لړ تصامیم هم نیولي دي.

ټاکل شوې چې محب به له یادو استخباراتي مشرانو سره جلاـ جلا لیدنې هم ولري.
د ملي امنیت د سلاکار په توګه دا د محب لومړی رسمي سفر و چې یوه بهرني هیواد ته یې ترسره کوي.

معلومه نه ده چې محب او ورسره تللی پلاوی به له دې غونډې څخه  د هیواد په ګټه کومه استفاده وکړي کنه، خو ویل کیږي چې نوموړی په سیاست کې دومره تجربه نه لري لکه پخواني مشر اتمر چې درلوده.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close