د اشرف غني عادل نظام؟

 سرلیکنه

تیره ورځ ولسمشر اشرف غني په ارګ کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، زما اساسي هدف یو عادل نظام دی،  چې د ولس ستونزې راکمې کړي او غواړم دا ډول عادل نظام منځ ته راشي.

د اشرف غنې دا وینا چې په هیواد کې عادل نظام جوړ کړل شي ښه اساسي هدف دی، که یې دا هدف ترلاسه کړ هغه کسان چې د اشرف غني مخالفت کوي ټول به یې له مخالفته لاس واخلي او د اشرف غني د هدف د ترلاسه کولو وروسته به خپله هم مټې رابډ وهي او د حکومت سره به همکاري څرګنده کړي.

د تیرو پنځلسو کالو او آن د پنځه دیرشو کالو راپدیخوا افغانان چې په پردیوهیوادونوکې د بې وطنۍ شپې سباکوي د همدې هدف د نه ترلاسه کیدو په ارمان د خپل وطن څخه جدایي کې پرې ستونزمن ژوند تیریږي.

که اشرف غني د خپلې کړې وینا لسمه برخه هم عملي کړي افغانان به ورسره ملګرتیا وکړي؛ خو د دوو کالو حکومت په دوران کې نه یواځې دا چې د عادل نطام د جوړولو په اړه یې په صداقت کار نه دی کړی، بلکې د عادل نظام مخه خپله اشرف غني نیولې او هغه کسان یې په لوړو پوستونو ګمارلي دي، چې ترڅو دا افغان دښمنه ګمارل شوي کسان په خپلو پوستونو پآتې وي هیځ کله به اشرف غني دې هدف ته ونه رسیږي.

په افغانستان کې عادل نظام هیڅ وخت نه شي جوړیدای، ځکه د جمهوریت سره د اجرائیه ریاست روستاړی امریکا په افغان ولس په دې مسلط کړ چې د عادل نظام مخه ونیول شي او هیڅ وخت په افغانستان کې امن او سوله رانه شي.

 اداري فساد او هره ورځ د جنایاتو زیاتوالی، دا د همدې ګډوله حکومت د کړنو نتیجه ده چې دعادل نظام مخه یې نیولې ده. که اشرف غنی عادل نظام غوښتی جنګي مجرمین به یې په غیږ کې نه نیولی. پوښتنه همداده چې شرف غني په جنګی مجرمینو عادل نظام جوړوي ؟

که اشرف غني د جنګي مجرمینو په وسیله عادل نظام غواړي نوبیا دې لومړی ټول افغانان له هیواده وباسي، د اشرف غني عادل نظام خو ولس ولیده چې په جوزجان کې دوستم او په ننګرهار کې د شمالي ټلوالې پلویانو هغه اعمال وکړل چې انسانیت ترې کرکه لري.

اشرف غني په لوړو پوستونو کې ګمارل شوو کسانو ته د عادل نظام صلاحیت ورکړی دی او عادل نظام په هیواد کې پلې دی: لوټل، غلا، فساد، انسان تښتول، د قومي مشرانو بې عزته کول، د ولسي وګړو په نیمو شپو د هغو له کورونو د نجونو په زور تښتول، جنګې مجرمین بیا په خپل مظلوم ولس مسلط کول دا د اشرف غني عادل نظام دی.

د کابل په څلورم مکروریانو کې په جوړو شویو اووه بلاکونو کې د اشرف غنی نږدی یارانو  له مالکینو څخه  ۱۰۷ میلیونه افغانۍ غیر قانوني اخیستي دي، یواځې دا د مکروریانو بلاکونو فساد نه دی بلکې د ټولو وزارتونو همدا حال دی.

د اشرف غني د حکومت له پیله د فساد پر ضد مبارزه یو شعار ګرځیدلی دی، د فساد پر خلاف یوولس ادارې جوړې شوي دي چې په ټول کال کې یې پنځه دوسیي هم نه دي راسپړلي. جوړې کړل شوې یوولس واړه د فساد پر ضد ادارې خپله په فساد کې اخته دي.

د اشرف غني دعدل نظام دا دی، چې لویې څارنوالۍ د دوستم پر خلاف یو مکتوب صادرکړی چې دوستم یې نه مني، نه په دوستم دڅارنوالۍ زور رسیږي او نه د سترې محکمې. دا دی د اشرف غني د عدل نظام.

 په هر ولایت کې همدا حال د، یواځې دوستم نه دی. ډیر زورواکي په دوستم ورته اعمالو اخته دي. دا ډول د عادل نظام (وحشت)  افغان ولس هیڅ وخت نه غواړي او نه به یې ومني. افغان ولس هغه عادل نظام غواړي د کوم لپاره ېې چې د سرونو قربانۍ ورکړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close