د اشرف غني پرونی دریځ او ننۍ خبرې او په هکله یې غبرګونونه

بي بي سي په یو څیړنیز راپور کې موندلې چې غني په دې لټه کې ده ترڅو له طالبانو سره هرڅومره ژر سولییزې موافقې ته ورسیږي ځکه نوموړی پوهیږي چې حیثیت یې په کامل ډول منزوي شوی او داسې هیلې نشته چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې

راپور تاژ فریدافغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۰ )

ولسمشر غني د کابل پروسې په پرونۍ ناسته کې د طالبانو پر وړاندې له یوه مهم جوړیدونکي ټکي پرته نور ټول انعطافات څرګند کړل او زیاته یې کړه چې چمتو دی له طالبانو سره له کوم قید او شرط پرته هر ډول مذاکره وکړی خو د کارپوهانو په آند نوموړی د معضلې له اصلي ټکي په څنګ تیر شو.
په همدې ناسته کې حنیف اتمر، معصوم ستانکزي، د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د ولسمشر د دریځ په خلاف د طالبانو پر وړاندې نسبتاً سخت دریځ غوره کړ او ټینګار یې وکړ چې طالبان به د بهرنیانو په مرسته د زور له لارې مذاکراتو ته اماده کوي.
د شنونکوپه باور دا چې حکومت له پخوا ویشلې بڼه لري خو د حکومت د مشرانو پر یوه وخت وروستی د نظر اختلاف ښایي له هغه څه تعبیر وي چې په ارګ کې د ننه سولې ته ژمنتیا شتون نه لري.
نن بیا د سرتیرو په لمانځغونډه کې همدې ۵ تنو مشرانو د داکټر عبدالله په ګډون د تیرې ورځې په خلاف بل دریځ غوره کړی و، او روانه جګړه یې چې پرون د سولییز حل په نامه تعبیروله نن یې د ټوپک د شپیلۍ له ادرسه پرې خبرې وکړې.

ولسمشر غني وویل؛ سرتیرو! تاسو نا ممکن ، پر ممکن بدل کړ له همدې کبله زه وینم چې ستاسو انځورونه خلک پر خپلو فسبوکونو لګوي.
غني وویل، پر ټولو ځواکونو امر کوم چې د تیارسۍ په حالت کې و اوسي او لږ غفلت هم د بښلو نه دی.
نوموړی له پرونیو خبرو هم خوشبین نه ښکاریده او زیاته یې کړه پر وسلوالو مو د ټول افغانستان په نمایندګي غږ وکړ خو هغوی مو لا هم غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
د سیاسي چارو کارپوه احمد وحید مژده بي بي سي ته وویل غني د ټول افغانستان نه بلکه د کابل د لږې برخې نمایندګي هم نه شي کولی، ځکه چې په وینا یې په بلخ، کندهار کې جلا جلا حکومتونه دي او د ولسمشر خبرو ته هیڅ اعتنا نه کیږي.
دی وایي زیاتره وزارتونه هم له ارګ پرته په خپلواکه توګه چارسنبالي دي او په ارګ کې دننه زیاتې ډلې ټپلې جوړې شوې چې پر دې خبرو د ولسمشر ویاند او د ولسمشر د چارو د ادارو رئیسانو چې د ولسمشر نږدې کسان و، هم اعتراف کړی، نو طالبان به د غني پر دې وړاندیز څه باور وکړي په داسې حال کې چې خپله هم واک نلري؟
همداراز اشرف غني خپله اعتراف کوي چې د بهرنیانو له ملاتړ پرته حتا ۶ میاشتې یې پوځ او حکومت نه سي پاتې کیدلی، نو دومره ضعیف حکومت ولې دومره لویې خبرې وکړي.

بي بي سي په یو څیړنیز راپور کې موندلې چې غني په دې لټه کې ده ترڅو له طالبانو سره هرڅومره ژر سولییزې موافقې ته ورسیږي ځکه نوموړی پوهیږي چې حیثیت یې په کامل ډول منزوي شوی او داسې هیلې نشته چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې وګټي.
د سیاسي چارو کارپوه ګلرحمان قاضي تسنیم خبري اژانس ته ویلي؛ د اساسي قانون تر مخه؛ د جمهوري ریاست د واک دوره اصلاً ۵ کاله نه بلکه ۴ کاله ده او تر ۳ میاشتو کمه موده د ملي یوالي د حکومت عمر ته پاتې.
د نوموړي په خبره؛ که قانون ومنو باید حکومت سر له اوسه د انتخاباتي منډو ترړو بهیر پیل کړي.
غني نن وویل؛ زموږ هیله سوله ده خو متاسفانه پرجنګ مجبور سوي یو.
د غني نږدې سلاکارانو اتمر او ستانکزي یوځل بیا ټینګار وکړ چې د بهرنیانو په مرسته به جګړې ته زور ورکوي او نیول شوې سیمې به بیرته له وسلوالو پاکوي.

د غني پرونیو خبرو په کور دننه او بهر ګڼ عکس العملونه هم له ځان سره درلودل

د سیاسي چارو کارپوه داود ناجي وایي؛ د حکومت مشر دخپل حکومت واک نه لري نو هغه به طالبانو ته څنګه غیږ پرانیزي.
فضل الرحمان اوریا بیا وایي چې غني تول مسخره وړاندیزونه وکړل، طالبانو ته یې غولوونکې ژمنې ورکړې او په خبره یې چې غني دې پوی شي چې طالبانو د ده د پاسپورتونو او د سیاسي ګوند په حیث د پیژندنې لپاره ۱۷ کلنه جګړه نه ده کړې.
ملا عبد السلام ضعیف بی بی سي ته ویلي چې که حکومت رښتیا سولې ژمنتیا لري نوکه بهرنیان سملاسي له هیواد څخه نه شي ایستلی یو مؤقت تضمین خو دې ترې واخلي ترڅو طالبان خبرو ته زړه ښه کړي.

بهرنیانو هم په دې تړاو ګڼې تبصرې کړې.

طالبانو ته د پرانیستي لیک استوونکي لیکوال بارنټ روبین پر خپله تویټر پاڼه لیکلي؛ د ملي یووالي د حکومت مشر انعطافات نه بلکه غولونکې ژمنې ورکړې او د ستونزې له اصلي عامل چې بهرنیان دي هیڅ یادونه ونه کړه.
نوموړي ګارډین ته ویلي؛ ستونزه داده چې د طالبانو په اصلي غوښتنه تمرکز ونشو، له افغانستان څخه د امریکايي او ټولو بهرنیو ځواکونو وتل طالبانو ته ډيرمهم دی، خو ولسمشر غني په هغوی هيڅ ونه غږیده.

د ویلسن په اکاډمۍ کې د جنوبي اسیا د برخې مسؤل او د امریکا مخکښ سیاسي کار پوه مایکل کوګلمن ویلي؛ د امریکا او افغان حکومت پالیسۍ تحمیلي بڼه لري او د طالبانو په وړاندې به دمتحده ایالتونو ستراتیژۍ نوره هم مبهمه پاتې وي ځکه هغوی(امریکایان) د جګړې اختتام ته ژمن نه دي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي؛ د غني دتیرې ورځې ژمنو عجیبه رنګ درلود او خندونکې غوښتنې وې.
ورځپاڼه وړاندې لیکي؛ د اشرف غني له ټولو ستراتیژیستانو څخه د طالبانو سیاسي درک لوړ دی او هغوی په دې برخه کې جلا ځانګړنه لري.
خو د جګړې اصلي لوریو بیا د غني له څرګندونو ملاتړ کړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر ناورت، د اروپایي اتحادیې او په کابل کې د ملګرو ملتونو سفیرانو د اشرف غني له طرحې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دوی یې د دې طرحې کلک حمایت کوي خو په دې هکله چې ایا دا سوله به د دې تضمین وکړي چې نړیوال له افغانستان څخه ووځي هیڅ هم نه دي ویل شوي.

طالبان چې خپل مقابل لوری بهرنیان بولي یاد وړاندیز ته هیڅ توجه ونه کړه او د امریکایي لیکوال پرانیستي لیک ته په ځوابیه لیکنه کې یې په ضمني توګه دا پروسه یوه غولوونکې دسیسه وبلله.
طالبانو چې تل په افغان عسکرو غږ کړی چې د نړیوالو ځواکونو له لیکو دې راووځي او دوی او بهرنیان دې پریږدی چې مخامخ سره وجنګیږي د هغوی له دفاع دې لاس واخلي او که د هغوی(اشغالګرو) پرضد اقدام نه شي کولی نو حد اقل د دوی پر وړاندې خو دې بریدونه نکوي.

طالبانو دا ځل هم د جګړې اصلي لوری بهرنیان بللي او د سولې د خبرو وړاندیز یې هم هغوی ته کړی.

ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د خبرې جرړه داده چې په افغانستان کې د امریکا اساسي موخه معلومه شي ، آیا ريښتیا هم د تروریزم د ورکولو په خاطر راغلي؟ که نه د افغانستان د معادنو استخراج، دلته د خپل ماډل نظام تپل، د اسلامي حکومت مخنیوی او له دې ځایه په سیمه کې خپل استعماري سیاستونه پلی کول؟
طالب ویاند زیاتوي؛ که لومړی مسئله وي موږ يې د حل لپاره په پوره صداقت ژمن یو موږ د هيچا په چارو کې مداخله نه لر او نه هم د امریکا په ګډون له کوم هیواد سره دښمني غواړو. امریکايي حکومت، ولس او پارلمان ته مو مکرر لیکونه استول هم په دې منظور وو چې دغه پيغام ورسوو.
د نوموړي په خبره؛ که دوهمه خبره وي، بیا نو دا ملت داسې نه دی لکه نور هغه ملتونه چې امریکا همدا اوس لاندې کړي، ګټې يې خوري، استعماري اهداف په کې تعقیبوي او مخامخ د هغو په کورنیو چارو کې مداخله کوي، په داسې صورت کې موږ د امریکا هيڅ پروا نه لرو، نه خبرې ورسره کوو، نه جګړه دروو او نه هم ورڅخه ستړي کیږو.
دې ټولو اصولو ته په کتو شنونکي فکر کوي چې د ګډ حکومت اداره چې اوس د واک غځولو په پلان بوخته ده ښایي له همدې سوژې یوه تبلیغاتي ګټه واخلي په دې معنا چې که سیاسي ګوندونو د حکومت د واک دوام ونه مانه، دوی به راتلونکو ټاکنو ته له دې ډول وړاندیزونو کامله تبلیغاتي ګټه اخیستې وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close