د اشغال ختمېدل دجگړې ختمېدل دي

نعمان لطیف

نړۍ پرون نه ده رغېدلې چې تېر یې یوه ورځ مخینه لري، داسې نه ده چې نه کوم هېواد جگړه کړې، نه کوم هېواد سوله کړې، نه کوم هېواد بل هېواد اشغال کړی او نه دکوم هېواد اتباعو د اشغالگرو په وړاندې مقاؤمتونه کړي دي

دنړۍ له تاریخ ډک کتابونه پخپلو پاڼو کې د اشغال، یرغال، مقاؤمت او سولې اوږده بابونه، کیسې او حماسې لري.

که چېرې تاریخ ته مراجعه وشي، دتاریخ هر باب دصلیبي یرغلگرو له دوه مخیو او چلبازیو ډک دی

د رسول علیه الصلوة والتسلیم له زمانې را نېولې تر اندلس، تر صلاح الدین ایوبي او له ایوبي را دېخوا دوروستي عثماني خلیفه تر سقوط یې ټول تاریخ له چل او فریب او دمسلمانانو په تېر اېستلو ډک دی.

د اندلس راحت خوښو حکمرانانو باؤر په وکړ؛ پایله دا شوه چې دمسلمانانو پنځه سوه کلنه واکمني پای ته ورسېده او په الحمراء ماڼۍ صلیبي بیرغ پورته شو.

ایوبي صلاح الدین دصلیبیانو له دسیسو اگاه و او پوهېده چې دسولې دهر پیغام تر شاه نېزه په لاس قاصد ولاړ دی؛ همغه و چې ایوبي خپل مقصد ته ورسېد او په بیت المقدس یې دهلال بیرغ پورته کړ.

دعثماني خلافت له منځه وړل او دوروڼو مسلمانو هېوادونو په سینو د سایکس پېکو منفورې کرښې کښل، او تر منځ یې ازغن تارونه غځؤل په زور نه دي شوي بلکې تر شاه یې دغربي دوه مخیو اوږد داستان پروت دی

اوس چې دکابل دبېواکه ادارې له لورې په طالبانو دسولې کؤلو ږغونه کیږي؛ کټ مټ د اندلس دلوبې تکرار دی.

سوله په خیال پلاؤونو او لفظي خبرو نه راځي؛ پکار ده دجگړې اصل په پام کې ونېول شي او له هغه چا دجگړې بندؤلو غوښتنه وشي، چا چې دا جگړه پیل کړې ده

دلته جگړه د اسلامي نظام دقیام د له منځه ؤړلو، او په غربي طرز یو ډېموکراتیک نظام درا منځه ته کؤلو لپاره پیل شوې وه، اوس چې په جگړه کلونه واوښتل او د افغانانو د کلک مقاؤمت له امله نه په غربي طرز دنظام جوړښت ممکن شو، او نه د اسلامي نظام دقیام مدافعین له منځه ولاړل؛ غربیان مجبوراً سازشونو ته مخه کوي او د اندلس او عثماني خلافت د له منځه وړلو خائنانه لوبې تکرارؤل غواړي.

دروانې جگړې اصل اشغال دی او تر هغو چې اشغالگر واکمن وي، د سولې هر ږغ خاینانه او په دسیسه بناء دی او دسولې دهر قاصد تر شاه به د افغان ملت دښمن خنجر په لاس ولاړ وي.

منطق دا نه دی چې له طالبانو دسولې غوښتنه وشي، منطق دادی چې د اشغال دختمؤلو ږغ پورته شي او له اشغالگرو وغوښتل شي ترڅو اشغال ختم، او خپل پوځیان زموږ له هېواد وکاږي.

که غوښتنه دا وي چې که طالبان جگړه ودرؤي، دلته اشغالگرو ته دپاته کېدو په لاس ورغلې پلمه ختمېږي؛ بیا نو پوښتنه داده چې اشغالگر دلته راغلي دڅه لپاره دي چې که طالبان جگړه ودرؤي دوی به ولاړ شي؟

جگړه همدوی پیل کړې او له کلونو زور آزمویلو وروسته هم ونتوانېدل په ډګر جگړه وگټي. اوس غواړي په سازش او چل ول یې وگټي او دغربي طرز نظام په قیام دتېر جهاد په څېر د افغانانو قربانۍ ضایع، او په ارمانونو یې خاؤرې انبار کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close