د اشغال دوام دلته څه رامنځ ته کړل ، او څه به را منځ ته کړي ؟

لیکنه: خبیب خالد

نه پوهېږم چې دا ځیني افغانان به ولي د امریکا همدې باطل یرغل ته د حق یو پوښ ور اغوندې ، دوی د امریکا کوم نېک اقدام دلیل ګرځوي چې په افغانستان کې یې په دا ۱۷ کاله کې يې کړی دی ، دوی امریکا ته په کوم دلیل او د کومي ګټې لپاره همدلته د پاته کېدو جواز ورکوي ، دوی من حیث مسلمان امریکا ته په کوم دلیل او یا شرعي حکم سره د دوست لفظ استعمالوي آیا دوی په قرآن اېمان نلري ، آیا دوی الله ج ته د درواغجن خطاب کوي( نعوذبالله من ذالک ) ؛ الله تعالی خو موږ ته په خپل سپېڅلي کلام کې د همدې کفارو په اړه داسي فرمایې : (یایها الذین امنوا لا تتخذوا اباءکم و اخوانکم اولیاء ان استحبوا الکفر علی الایمان ط ومن یتولهم منکم فاو لاءک هم الظالمون ) سورة توبه ۲۳ ایت ژباړه : ای مومنان تاسو خپل پلرونه او وروڼه هم مه ملګري (دوستان) کوئ که چېري دوی د ایمان په مقابله کې کفر اختیار کړل ، او څوک چې له تاسو څخه همدا کار وکړي نو هغه ظالمان دي .
له کومي ورځې چې یرغلګرو زموږ په ګران هیواد باندي یرغل کړی بیا تر نن پوري د دوی ړندې بمبارۍ روانې دې ، ودونه مو بمبار شول ، د واده په ورځ زموږ او ستاسو د خوښۍ محفلونه په غم بدل شول ، د دې پرځای چې ناوي له پاکو جامو سره فرش شوي کوټې ته یوسو خو موږ یې په نکرزو سره لاسونه له خپل تن څخه جلا وموندل او هغه مو د فرش شوي کوټې پر ځای خاورو ته یووړل . (هلمند)
همدا یرغلګر وو چې د واده په اوله ورځ باندي د دوی د لاسه زوم او ناوي دواړو له اوږده انتظاره وروسته د واده اوله شپه د کور پر ځای ګور ( قبر ) ته یووړله . (کندهار)
همدا یرغلګر وو چې زموږ مدرسې یې راته بمبار کړې او د الله د پیغمبر د وارثانو په ګډون یې سلګونه د قرآن حافظان او د دیني علم طالبان شهیدان کړل او د اسلامي امت امیدونه یې له خاورو سره خمیر کړل . (کندوز …)
همدا یرغلګر دي چې زموږ د مسلمان اولس عقیده یې تر دې اندازې خرابه کړه چې د الله د دین څخه دفاع کوونکي ورته تروریستان ، مدرسې ورته د تروریستي اعمالو روزنځایونه او په مدرسه کې مېشت د قرآني علومو استاذان ورته د تروریستانو ټرېنران یا لارښوونکي ښکاري ( د ډاکتر عبدالله د مرستیال خبره د تلوېزون له لاري )
همدا یرغلګر وو چې زموږ او ستاسو افغاني ښځي به یې دې ته اماده کولې چې خپل غاښونه له خولې لرې کړي تر څو ورسره حرامي امریکایان د خولې له لارې خپله جنسي غریزه مشبوع کړي ( غزنی او نور ولایات )
همدا یرغلګر دي چې نن هم لګیا دي او عسویت ، لادینیت ، ډیموکراسي ، سوسیالیزم ، کفټالیزم ، نېشنلیزم ، … ته دعوت کوي او زموږ او د آینده نسل عقیده خرابوي .
نو راشئ چې لیږ سر خلاص کړو !
آیا دا پورته ټولي بدبختیاني دي دوام ولري خو زما او ستا مادیاتو ته دي خطر نه پېښېږې !؟
دا پورته ټولي بې شرمیانې دي شتون ولري او ورځ تر بلي دي زیاتي شي خو زما او ستا د زوی ، ورور ، قریب شهادت دي پکې نوي او ژوند دې په امان وي !؟
دا پورته ټولي د دین او عالم بې عزتي دي شتون ولري خو زما او ستا سړک او لارې دي پخې وي !؟
که اشغال همداسي دوام ولري نو لري نده چې زموږ مشران به هم د کمال اتاترک په شان اقدام کوي او هغه قوانین به وضعه کوي کوم چې په ترکیه کې د کمال اتاترک له لوري وضع شوي وو .
که اشغال همداسي دوام پیدا کړي نو لري نده چې پاکستان به په ډیورنډ باندي پولادي دېوال تاو کړي ، ایران به هم د نړۍ د ټکولو لپاره زموږ له افغانو کار اخلي او زموږ افغانان به په همدي کار افتخار هم کوي .
که همدا اشغال دوام پیدا کړي نو نیزدې راتلونکي کې به ستا د ملک او ملت سرپرستان د سعودي ، تاجکستان ، مصر او نورو تش په نامه اسلامي هیوادونو په څیر له شعائرو تېرېږې او په مقابل کې پورته کېدونکې کسان به یا ترور کوي او یا به یې د زندان تورو خونو ته اچوي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close