د اصیل خط نه منحرف مقاومتیان د پناه په لور

ډاکټر آصف

له هغې ورځې نه چې امریکا د اصیل خط نه د منحرفو مقاومتیانو پر ځمکني ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ نو دغه منحرف مقاومتیان یې په بې خرته ډالرو ونازول، په تعقیب یې دغه منحرفې څیرې د نا اهلیت سره سره د افغانستان د مجاهد ملت پر سر حاکمان وګرځول او تر یوې نیمی لسیزې پورې یې د افغانستان جنګ ځورولي خلک نور هم د دوې په لاسه لا وځورول او دې کار ته یې تر هغې دوام ورکړ چې امریکا خپل سکه غلامان د قدرت په ګدۍ کښینول او په خپلو پښو یې ودرول، نو اوس چې د مقاومتیانو له غلامۍ او ملاتړ پرته امریکا خپل فعالیت په خپله او د غرب نه د راوستو غلامانو  په مټ پر مخ بیولی شي نو ځکه یې د دغې مفسدې ډلې (مقاومتیانو) نا اهله او له جهاد نه منحرفې څیرې ورو ورو د حاشیې په لور ور رهي کړې، چې په عکس العمل کې یې په وار وار د دغې مفسدې ډلګۍ ځینو مشرانو لکه سیاف د ګیلو غږونه پورته کړل، امریکا او د غرب نه راغلیو لاسپوڅو یې د منحرفو مقاومتیانو ختمولو ته ډول ډول پلانونه برابر کړي چې په تدریجي ډول به یې تطبیقوي، د صلاح الدین رباني پلار برهان الدین رباني چې د دې منحرفې ډلکۍ روحاني پلار بلل کیدو او څله موده یې د عیش او عشرت په نعمتونو کې وڅراوه، د کرزي او ستانکزي په وساطت په غیر مستقیم ډول په داسې ډول پر بم والوزول شو چې د بدن غوښې یې هم معلومې نه شوې، ورپسې یې یونس قانوني د یوه څه وخت لپاره په یو څو څوکیو دلاسه وساته او بالآخره یې له خپلو ماشومانو سره په کور کیناوه، احمدضیاء مسعود یې د ولسمشر د ځانګړی استازي په توګه د لنډې مودې لپاره په نوی ایجاد شوی پوست ونازاوه او بالآخره یې د خپل کور څوکیدار کړ، جنرال دوستم یې د ولسمشر د معاونیت پر څوکۍ مغرور کړ او بالآخره یې په رنګارنګ بهانو صلاحیت سلب کړ، جنرال فهیم یې هم د د ولسمشر د لومړی مرستیال په ټاکلو سره ککرۍ نوره هم ورغټه کړه او بالآخره یې پوخ په کور کیناوه او په دې یې هم بسنه ونکړه آن تر دې چې په ډوډۍ کې د زهرو په ورکولو سره تر قبره ورساوه، ډاکټر عبدالله ته یې هم د اجرائیه ریاست په نوم یو نوی پوسټ ایجاد کړ چې نه خو دغه پوست د افغانستان په پنځه زره کلن تاریخ کې وجود درلود او نه یې په کوم بل هیواد کې نوم شته، خو تر یو وخته پورې به یې پرې خوشحاله وساتي او اغفال به یې کړي بالآخره به یې انجام د ربانیانو په څیر وګرځي، همدا راز ماشوم صلاح الدین رباني چې په یوه وزارت کې یې د یوه مدیریت کولو اهلیت او کفایت هم نه درلود د دغې لنډې مودې لپاره د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه ځکه چې له یې خوا یې د یتیمۍ حق ورپوره کړي او له بلې خوا یې نړیوالو ته وشرموي، او بالآخره ایکسپایر ډیټ یې راورسید او د ولسي جرګې په واسطه یې شرمیدلي سلب صلاحیت کړ او دغه ماشوم یې له دغه دولتي لوړ پوست نه په ډیرې بد رنګۍ سره راګذار کړ، د مقاومتیانو منحرفي ډلګۍ نور غړي دي هم د دغو ربانیانو (پلار او زوی) ورته انجام ته انتظار وباسي او لرې نده چې دغه منحرفه ډلګۍ بیرته د کولاب میلمانه کړي او د شهیدانو په وینو سره شوې پاکه خاوره د دوی د پلیت وجود نه پاکه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close