د افغانانو روژه (۱)

نعمان لطیف

روژه فریضه ده او له فریضو په عریضو نشو خلاصېدلای. طبعي ده چې دفرائضو لپاره به غرائز شاه ته کوو او په ټول توان به الهي حکم ته غاړې ږدو
معاصر طبیبان مني چې روژه دفریضې ترڅنگ معالجه هم ده او مسلمانان بايد روژه ونيسي
روژه په جسم کي پراته زاړه حجرات له منځه وړي او د اضافي موادو وتلو ته لاره برابرؤي چې له امله یې بیا حجرات خپلې بيولوژيکي دندې په سمه توگه ترسره کوي

ډاکټر ایډورډ نکلسن وایي: هره اونئ کی یؤه روژه نيؤل دصحت لپاره خورا گټؤره ده. دروژٍی په وسيله د انسان جسم له ناروغيو څخه بچ پاته کيږي

اسلامي احکام او په ځانگړي توگه هغه چې دفرایضو په حکم کې دي د اُخروي گټو ترڅنگ له دنیاوي گټو هم ډک دي چې وروستیو څېړنو په ثبوت رسولي دي.

نن دمبارکې روژې لومړۍ ورځ ده. زموږ وطن کې مبارکې روژې ته له مشرانو زیات کشران خوښ وي. په کلیوالو سیمو کې لیدلای شو چې کشرانو دروژه ماتي لپاره وړې وړې چوترې جوړې کړې وي او دماښام د آذان سره سم دروژه مات نعرې پورته کوي

روژه نه یواځې دبندیز نوم دی او نه دا چې یو څوک ټوله ورځ په نهره وگرځېږې او ماښام یې تر حتی یَتَډَډَّډو ووهې. روژه د بندیز ترڅنگ دعبادت ، عیادت ، صداقت او رفاقت نوم هم دی
په روژه کې باید له عادي میاشتو عبادت زیات وکړو ، دهر مریض عیادت وکړو ، دهر چا سره صداقت وکړو او دهر یتیم ، فقیر ، وږي، تږي ، یتیم او فقیر رفاقت وکړو

موږ چې روژه ؤ لکه موچیو چې چېچلي ؤ او داسې مو ځان ستړی اچؤلای وي ته ؤا بیت المقدس مو ازاد کړی دی
خبره خو راسره نه کیږي او په وړو وړو خبرو بد اخلاقي او جنگونه کؤو
ماښام ته مو کابو دنیمایي بازار خوراکي توکي کور ته رؤان کړي وي او فرایض په بېځایه نفسي هؤس اداء کوو

زما یو انډېوال دی. له کوم ناگهاني آفت چې یې خدای وژغوري ، وایي په ځان به لږه صدقه ؤکړم
دهغه روژه دار روژه چې فقط دخپل روژه ماتي غم ورسره وي، که څه هم په ځان صدقه ده خو یواځې دفریضې اداء ده او بس
رسول الله علیه الصلوة والتسلیم فرمایي که څوک روژه دار ته یوه قجوره ورکړي دروژې په ثواب ورشریک دی، داسې چې دروژه دار په ثواب کې هم هیڅ کمښت نه راځي.

روژه مو بختؤره او مبارک شه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close