د افغانانو روژه

نعمان لطیف

دروژې مبارکه میاشت په خلاصېدو ده، بس خلاصه یې بویه او سبا دنېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده ان شاءالله.

کومو مسلمانانو چې روژه ونیوله دهغوی له عُمر میاشت منفي شؤه او چا چې ونه نیوله دهغوی له عمر هم؛ نیونکیو ثوابونه ټول او وګټل او نه نیونکیو دعمر قیمتي وخت او میاشت ضایع کړه.

روژه انسانانو ته په زیاتو ثوابونو سربېره یو درس ورکوي؛ دصبر درس، دعهد درس، د ایثار درس، دحوصلې درس، دتحمل درس او…….

په پای کې وږيو تږیو روژه دارو ته دا هم ور په زړه کوي چې پخپل نفس مو لؤږه او تنده ولېدله، غمؤنکې او سخته ؤه؛ لهذا ډېر ستاسو څنګ او څټ ته ډېر داسې بېوزله انسانان شته دی چې آن په اختر کې له لوږې او تندې ځورېږي. لاس نیوی یې وکړئ.

موږ هر کال دمبارکې روژې میاشت کې له بدیو لاس اخلو، تقریباً دروزانه معمولات دروژې په احترام تغیر کړو او سم دم عابدان او متقيان شو.

کله چې دروژې وروستۍ لسیزه شي، له ډېرو اورو چې دروژې په ختمېدو له زړه خفه یو.

وروڼو! روژه مونږ ته دا درس راکوي چې دژوند هره ورځ دروژې په څېر تېره کړو او د الله عزوجل حضور ته سرخرو او سرفرازه ورشو.

لکه څنګه چې روژه کې له هرې خطاء او بدیو دځان ساتلو کوښښ کوو، همداسې دې تر مرګه پاته شو.

زموږ په ژوند کې دا څوؤم ځل دی چې روژه راځي او ځي، او هر ځل موږ ته همدا درس راکوي، مګر موږ نصیحت نه قبلوو او دمبارکې روژې له ختمېدو سره بېرته تغیر کوو او ژوند دمحبوب لارښود (ص) د راته ښوؤلو تعلیماتو مطابق نه تېروو.

موږ که دنبي علیه السلام دښوؤنو مطابق ژوند وکړو او هره ورځ داسې تېره کړو لکه له پېشمني تر روژه مات؛ یقین وکړئ دژوند پای به مو د اختر په څېر وي.

څښتنه! زموږ روژې، نوافل، صدقات او تمام عبادات قبول کړه او په هېواد کې مو تل پاته سوله او اسلامي نظام راته حاکم او قایم کړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close