د افغانستان اخوانیان د اخوانیت پر لمن تور داغ وګرځیدل

ډاکټر آصف

د الاخوان المسلمون اسلامي خوځښت چې په مصر کې د شهید امام حسن البناء په لاسو او لارښونه یې بنسټ کیښودل شو، په رښتیا سره هم یو رښتینی سوچه اسلامي تحریک و د ژوند په ټولو ډګرونو کې یې اسلام په عمل کې پیاده کړ، نړیوال بشریت ته یې دا جوته کړه چې د اسلام دین یواځې د رهبانیت دین نه دی، بلکه د حرب او محراب دواړو دین دی، دا هم د عبادت دین دی او هم د حکومتولۍهم د انسانیت دین دی او هم د سیاست، هم د عدالت دین دی، هم د مرحمت، هم د سولې دین دی او هم د جهاد چې د هر ظالم له ستوني نه به د مظلوم حق راویستل کیږي او مظلوم ته به سپارل کیږي، د الاخوان المسلمون ګوند د نړۍ د مسلمانانو لپاره یوه حسنه قدوه وګرځیده، همدغه لامل و چې په ټولو اسلامي هیوادونو کې یې ریښې په خورا چټکۍ سره وغځیدلې او هم نړیوال کفر ورنه په لړزه کې شو نو ځکه ټول کفري ملت ورته په خپلمنځ همغږي شول او په وړاندې یې مقابلې ته ودریدل، خو سره له دې د دغه تحریک پلویان په هر هیواد کې ورځ تر بلې زیاتیدل او بنسټونه یې غښتلی کیدل، په ډیرې چټکۍ سره یې د هیوادونو په پرګنو کې غښتلي ځوانان او مفکرین خپل کړل، نن د ټولو اسلامي هیوادونو په پارلمانونو کې اخواني پلوه غړي وجود لري.

د مصر اخوانیان چې په رښتینې توګه خپل فکر ته متعهد او صادق پاتې شول، له هیڅ راز قربانۍ نه یې ډډه ونکړه او هیڅ زور ته تسلیم نه شول او نه وویریدل، په زرګونو شهیدان یې ورکړل، په لسګونو زره زندانونو ته ولاړل، په لسګونو یې ترور کړای شول، خو له خپل اصیل خط نه یوه لویشت هم منحرف نه شول.

د دغه خوځښت بنسټ ایښودونکی مشران لکه شهید امام حسن البناء ترور کړای شو، شهید امام سید قطب او داسې نور ډیر مشران یې د سفاکو حاکمانو په لاسونو په دار وځړول شول.

خو متأسفانه چې د افغانستان اخوانی مشرانو نور څه وکړل، او برعکس وختل، پر ځای د دې چې خپل ځانونه له دغه فکر نه قربان کړي، دغه فکر یې له خپلو ځانونو نه قربان کړ، یواځې عام متدین مسلمانان یې د جنګ او جګړو خاشاک وګرځول، ملت پري اعتماد وکړ، خو دوی یې له اعتماد نه غلطه ګټه پورته کړه، دغه اخواني مشران خو نه پخپله چیرته شهادت ته ورمخ شول او نه یې د کورنۍ نور غړي او نه زندانونو ته ورغاړې وتل او د سید قطب په شان د دار تختې ته حاضر شول، بس یواځې د اخوانیت نه یې د لنګې غوا په توګه استفاده وکړه، یواځې د نړۍ د خواخوږو مسلمانانو په مرستو یې جیبونه ډک کړل، اوس ګورو چې آخر یې څه وکړل، او څه شول، برهان الدین ربانی چې ځان یې د اخوانیانو سرکښ باله، لومړی همدی و چې د قدرت په خاطر یې د بین الاخواني جنګ ډبره کیښوده او د اخوانیانو په وینو یې لاسونه سره کړل ورپسې د قدرت په خاطر په بین الحزبي جنګونو کې ښکیل شو او د نورور اسلامي ګوندونو د مسلمانانو په وینو یې لاسونه سره شول، ورپسې یې د بین الافغاني جنګونو کې هم فعاله ونډه درلوده او د ډیرو بې ګناه افغانانو په وینو یې لاسونه سره شول، او له سخت عناد نه یې په پای کې د مسلمانانو پر ضد هم له روسانو سره لاسونه یو کړل او هم له یهودو او امریکایی صلیبیانو سره، او اولادونه یې څوک موسیقی کاران شول، څوک همجنسګرایان، او لور یې فیشنکاره همدا راز د اسلام نداف د آیساف مفتی الشیخ سیاف هم د اخواني برجسته مشرانو څخه و چې عربانو به له ډیر دیانت نه عمر ثالث باله، ډیر زر له اسلام نه منحرف شو، او د مسلمانانو پر ضد تر ننه د ناټو او امریکایی مشرانو او قومندانانو سره پلانونه او توطیې جوړوي، ورپسې جناب حکمتیار صیب دی چې تر ډیره یې ملت او نړیوالو ته د یو سوچه اخواني په توګه دوکه ورکړه او ډیري مسلمانان یې اغفال کړل، خو لکه څنګه یې چې ځان ښودنه کوله هغسې ونه خوت، هغه هم بالآخره د انحراف لاره غوره کړه، او بالآخره د مسلمانانو پر خلاف د یهودو او نصاراو په مورچل کې د تیارسۍ په  حال کې ګونډه ووهله، هم له زندانه وډار شو او له تسلیمیدو وروسته اوس هم ویریږي او لکه د ناوې په څير نه غواړي خپل مخ ښکاره کړي، هم له شهادت، او هم له په دار ځړیدو او د اسلام غوښتنې تر ټولو شرایطو په  تدریجي توګه تیر شو او لا هم تیریږي.

نو په ډیر تاسف سره ویلای شو چې د افغانستان اخوانیان د اخوانیت پر لمن تور داغ وګرځیدل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close