د افغانستان- اروپا او ګڼو هېوادونو سره سوداګريز هوايي دهليزونه پرانيستل شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۵)

د افغانستان- اروپا او ګڼو نورو هېوادونو ترمنځ په کابل کې د سوداګريز هوايي دهليز پرانيسته وشوه.

مسوولين وايي، د افغانستان او اروپا د هوايي دهليز د پرانيستلو په لومړۍ ورځ ايټاليا او پولنډ ته (دولس) ټنه قرقل، درې ټنه انګور او (اته) ټنه قالينې واستول شوې.

د اروپايي اتحاديې د سفير مرستيال اندرس فيچر د هوايي دهليز د پرانيستلو هرکلی وکړ او دا يې د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو په ټينګيدو کې مهم ګام وباله.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي، سږ کال د افغانستان په صادراتو کې (دوه دېرش) سلنه زیاتوالی راغلی په وينا له بهرنيو هېوادونو سره د افغانستان صادرات په کال کې يو ميليون ټنه ته رسېږي.

له دې مخکې له ترکیې، سعودي عربستان، قزاقستان او د هندوستان له ډهلي او ممبي ښارونو سره هوایي دهلېزونه رامنځته شوي و چې له پیل څخه تر دې مهاله د دغو هوایي دهلېزونو له لارې ۱۶۹ الوتنې شوي او د صنایعو خونې د مسوولينو په وينا درېواړو هېوادونو ته د هوا له لارې د شپيته ميليون ډالرو په ارزښت (دوه دېرش زره) ټنه صادرات شوي دي.

په دغه الوتنو کې چې د افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته شوي وچې ميوې، طبي بوټي، قالينې- پوستکي او د تازه ميوو صادرات شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close