د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د يو ورځينو سياليو سيريز مساوي شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۰)

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د سيري پرونۍ پنځمه لوبه ايرلنډ وګټله چې دغه سيريز د دواړو لوبډلو تر منځ مساوي پای ته ورسيد.

د پرونۍ لوبې پچه ايرلنډ وګټله خو لومړی يې د توپ اچونې پريکړه وکړه.

افغانستان لوبډلې ايرلنډ ته د ۲۱۷ منډو هدف کيښود چې د ايرلنډ لوبډلې ټاکلی هدف په اته څلوېښتم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځيدو سره پوره کړ او وروستۍ سيالي يې په خپل نوم کړه.

په وروستۍ پنځمه سيالۍ کې تر ټولو زياتې ۸۲ منډې اصغر افغان، بيا ۴۰ منډې محمد نبي او درېيم نمبر کې زياتې ۳۵ منډې راشد خان جوړې کړې او د افغانستان نورو لوبغاړو له شپږو تر پنځه ويشتو پورې منډو منځ کې سوځول شوي دي.

د دغه سيريز یوه لوبه بې د باران ورښت له کبله بې نتيجې شوه او پاتې څلور لوبو کې دوه ايرلنډ او دوه افغانستان وګټلې چې سيريز مساوي پای ته ورسید.

ټاکل شوې چې د مارچ مياشتې په پنځلسمه نيټه د افغانستان او ایرلنډ تر منځ ټيست لوبه هم ترسره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close