د افغانستان او سوریې بشري ناورين 

 سرلیکنه

په سوريه او افغانستان کې  هرورځ د جګړو راپورونه ورکول کيږي، په رسنیو کې هره ورځ د جنازو او مرګونو سرخطونه  وي، هره ورځ يوه بده او نه جبران کيدونکي پيښه کيږي، هره ورځ په دواړو هيوادونوکې د وينوسيلاب په يوه او بل نامه بهيږي، هره ورځ په سياسي لوبوکې د دواړو هيوادونو ولسونه سوزي او ددې انساني ناورين پای لا تر اوسه پورې څرګند نه شو.

په افغانستان کې خو دهغو خلکو قحط الرجان دي چې په سمه لاره لارښوونه وکړي، د هغو خلکو شتون نه ليدل کيږي چې افغان ولس له برباديو وژغوري، ځکه خو په حکومت کې د يوې بلا پسې د بلې بلا د وحشي اعمالو نوبت راشي. افغان ولس چې له يوه خونکاره خلاص شي په حکومت کې پرې يو بل داسې خونکار (وژنکې) مقرر شي چې تير ورته کم مرګى ښکاره شي.

د سوریې هم د افغانانو په څير ورځ بده شوې ده، نه پوهيږو چې افغانستان او سوريه د کوم غلط سياست قرباني شول. په افغانستان کې چې کوم حال له درې لسیزې وړاندې پيل شوې و، نن ورځ ورسره سوريه مخ ده.

د راپورونو په اساس، تيره ورځ په سوريه کې دولتي ځواکونو له داعش ډلې د(حي الصاخور) په نامه سيمه ونيوله چې پکې ميشت ولسي وګړي له هغه سيمې د حکومت تر ولکې لاندې لويديځو سيموته وليږل شول. په دې سيمه کې د جګړه مارو او دولتي ځواکونو د سختو جګړو امکان و چې ولسي وګړو د مرګونو له ويرې نورو سيمو ته د تلو زړه ښه کړ، ځکه د دولتي ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ په جګړو کې تل د کلورين ګاز استعماليږي.

پر افغان ولس هميشه د کلورين ګاز استعمال شوی دى، داهغه کلورين ګاز دی چې د افغانستان درې نسله یې له منځه يوړل، د افغانستان درې نسله یې له خپله کلتوره بې خبره کړل. داهغه کلورين ګاز دی چې په سوريه کې استعماليدونکي کلورين  ګاز خو به يو نسل له منځه وړی وي او په افغانستان کې د غربي کلتور د بداخلاقيو کلورين ګاز د ځوان نسل تر څنګ د پاخه عمر اشخاص هم  له  افغاني کلتوره بې لارې کړل او هم د مرګونو تورې وريځې د افغانستان پرآسمان هر وخت ګرځي.

په افغانستان کې چې دکوم حالت سره دا مهال افغان مجاهد او مؤمن ولس مخ دی، شايد  په نورو هيوادونو دومره اږود انساني ناورين نه وي راغلي،  په ناګاساکي کې امريکا خپل وحشت جرمنيانو ته وښود خو تر ناګاساکي او هيروشيمایې په افغانستان کې سخت مرګونه وکړل.

په افغانستان کې درې نسله په توپونو او بمونو ووژل شو او دا دی اوس په غير انساني او غير اخلاقي کلتور سره وژل کيږي. په هر هېواد کې چې يو ولس خپل کلتور له لاسه ورکړي او بل هغه ډول کلتور پرې مسلط شي، چې د هغه هيواد مذهب او اخلاقو پرخلاف وي د هغه هيواد نسل په حقيقت کې په مرګ حساب دى.

په سوريه کې به ولسي وګړي يواځې په توپونو او بمونو وژل کيږي؛ خو په افغانستان کې د بمونو او توپونو سره سره په غربي کلتوې هم ځوان نسل ووژل شو.

په افغانستان کې  د روان انساني ناورين په اړه نه د ملګرو ملتونو او نه د اسلامي هيوادونو لخوا کوم عکسل العمل ښودل کيږي، چې ترڅو زموږ دا ځوان نسل له تباهيو څخه وژغورل شي.

 په افغانستان کې چې کوم د بداخلاقيو ناورين پيل شوی دی د بمونو او توپونو ناورين ترې څو وارې بهتر دى، ځکه افغان ولس د يرغلګرو په مقابل کې خپل شهادت پر ځان منلی؛ خو د بد اخلاقيو ناورين د اسلامي رواياتو او افغاني کلتور په لرلو سره هيڅ وخت نه شي منلې.

په افغانستان کې چې يرغلګرو د جګړو په دوام سره خپل وحشت ته زور ورکړی همدا لامل دى، چې افغانانوته خپل ايمان او وجدان د پردي کلتور د منلو اجازه نه ورکوي، له يوې خوا د سوریې او د بلې خوا د افغانستان ناورين دی چې د پاى د ټکي څرک یې نه ښکاري، د ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د دې دواړو مسلمانو هيوادونو د ولسونو د ژغورنې لپاره د اسلامي هيوادونو ترمنځ د يووالي اړتياده او بې له يووالي څخه دښمنان ددې دواړو هيوادونو د ولسونو له ګريوانه لاسونه، نه باسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close