د افغانستان او پاکستان د استخباراتو مشران په اسلام اباد کې ناسته لري

کابل ټکی کام ۱۱ سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
پاکستاني رسنیو د استخباراتي سرچینو له قوله خبر ور کړی دی چې د سلواغې په ۱۶مه د جمعې په ورځ به د دغه هېواد پلازمینه اسلام اباد کې د دغه هېواد د استخبارارتي ادارې (ای اېس ای) او د افغانستان د استخباراتي ادارې (ملي امنیت) مشر مسعود اندرابي سره لیده کاته وکړي.
سرچینه لیکي، دا زمینه د امریکا له لورې برابره شوې ده چې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارې مشران به لیده کاته کوي ترڅو د ترهګرۍ ضد پلانونه سره شریک کړي.
سرچینه کاږي چې چین به هم د څارونکي په توګه په خبرو کې له ګډونوالو څخه وي.
یادې سرچینې همدا شان لیکلي چې د چین او امریکا له لورې به هم ځینې استخباراتي چارواکي په یاده غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ورځي.
له بلې خوا د افغانستان د استخباراتي ادارې (ملي امنیت) یوې سرچینې رسنیو ته د دا ډول خبرونو په اړه ویلي دي چې «دا هسې اوازې دي چې حقیقت نه لري.».
د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو لیدل، داسې مهال ترسره کیږي چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د افغان سولې پروسې د بیا پیلولو څلور اړخیزه غونډه را روانه ده، خو ویل کیږي چې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادراو تر منځ دغه غونډه د سولې له پروسې سره تړاو نه لري.
له بلې خوا په اسلام اباد کې یوې استخباراتي سرچینې د یادې غونډې په اړه ویلي دي چې دغه غونډه به د سولې پروسې ته هم ګټوره پرېوځي.
د یادولو ده چې له دې استخباراتي غونډې یوه ورځ وروسته به په اسلام اباد کې د سولې د پروسې د څلور اړخیزې غونډې د درېیم پړاو لپاره ابتدايي غونډه هم جوړه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close