د افغانستان او پاکستان سوداګري مخ په ښه کېدو ده‎

کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴

راپور: انصار

د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز په یوه خبري غونډه کې وویل چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان د سوداګرو یو پلاوی پاکستان ته راشي.
سرتاج عزیز په اسلام اباد کې خبري ناستې ته په خپله وینا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ته د ښه کېدو په اړه وویل:
په افغانستان کې مې د ریکا د غونډې له ګډون وروسته د افغان چارواکو او یو شمېر سوداګرو سره لیدنې وکړې چې په اقتصادي چارواکې د ښه والي سره لومړیتوب سوداګرۍ ته ورکوو یوازې د سواګرۍ زیاتوالی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کولای شي.
سرتاج عزیز په خپله وینا کې وویل چې د راتلونکي نومبر په لومړی نېټه به د افغان مالیي وزیر د پاکستان دوره وکړي.
د افغانستان او اسلام اباد ترمنځ پدې وروستیو کې اړیکې یوڅه خړې شوې وې چې افغان ولسمشر هم به کابل کې له پاکستان اندېښنه وښوده چې پاکستان د افغانستان په سوله کې اخلاص نه کوی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close